پيښور کې سوداګر راټول شوي او وايي چې پاکستاني ګمرک چارواکي د افغان سوداګرو راغلو مالونو ته پر تورخم ستونزې جوړوي او د هغو تازه ميوې او ترکاري له مينځه ځي او د لکونو افغانيو تاوان ورته رسيږي.
ځيني پاکستاني سوداګر وايي چې پاکستاني ګمرک چارواکي بيلابيلو لارو او بحانو سره داسې يو حالت جوړوي ترڅو افغان مالونه په تورخم پاتې شي او افغان سوداګر تاوان وويني.
پاکستاني سوداګر وايي چې لدې سره ددوی پر کاروبار ډير منفي اغيز شيندلی.
دوی وايي چې پدي وروستيو کې له افغانستان سره سوداګري لږ څه ښه شوې وه ولې د ګمرک چارواکو ناوړه کړنو له وجې دا سوداګري يو ځل بيا تاوان ويني.
د پاکستاني سوداګرو خبرې مو تاسو ته راخيستي او زمونږ همکار سلام ګل افريدی يې په اړه رپوټ لري چې دلته يې اوريدلی شئ.





