د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې پدې وروستیو کې یوه نوې پالیسي جوړه کړې ترڅو له هغو ښځینه خبریالانو څخه ملاتړ وشي چې د جنسي زورونې قرباني کیږي. د دغې کمیټې چارواکي وايي، یاده پالیسي د بیلابیلو ارګانونو د څيړنو په اساس جوړه شوې ده. د افغانستان اطلاعاتو فرهنګ وزارت له یادې پالیسۍ د هرکلي ترڅنګ د عملي په برخه کې د همکارۍ ژمنه هم وکړه. پدې اړه تفصیل د ناجیې ساپۍ په رپوټ کې واورئ.
شریکول






