د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د مخ پر زیاتیدونکې بې وزلۍ او بې کارۍ سربېره د کرونا وبا خپرېدل او د نظام بدلون هغه څه دي چې وروستیو کې یې په دې هېواد کې د چاپ صنعت چارې اغېزمنې کړي دي نور هم دا برخه له نږدې ړنګيدو سره مخ کړې.
په افغانستان کې د دې صنعت یو شمیر کاروبریان په وروستیو کې اند دې ته هم اړه شوي چې د خپل د چاپ وسایل په ټييټه بيعه وپلوري.
له دې ډلې په کابل کې د دانش چاپ خونې او خپروندویې تولنې مسول سپین سهار وايي، له تېرو دوه دیرشو کلونو راهیسې یې د چاپ د صنعت او کتاب خپرولو په برخه کې فعالیت کاوه خو له وروستیو څو میاشتو راهیسې يې کارونه په ټپه درېدلي ځکه اړ شوی چې خپله مطبعه په نیمه بیه لیلام ته وړاندې کړي.
ښاغلي سهار په دې باور دي چې په اصلاً کې خپل د چاپ ماشینونه نه پلوري، بلکې د هغه افغان بچي د ذهنې رغونې او ژوند بڼې د بدلولو لپاره خپل هغه ارمانونه چې د دغه مطبعې او خپرندویه ټولنې له لارې يې ترلاسه کړي ول پلوري ، ځکه په وینا يې دا صنعت نور د ختمېدو او له منځه تلو په حال کې دی.
خو دی وايي، د طالبانو په مشرۍ د نوي نظام په راتګ سره اوس مهال خپرندویه ټولنې او د چاپ صنعت لا ډیر اغیزمن شوي او د سقوط په حال کې ده.
په افغانستان کې دا ښايي یوازې دانش چاپ خونه نه وي، ځکه په پلازمېنه کابل او یو شمیر ولایتونو کې دې ته ورته لسګونه نورې چاپ خونې شته چې کاروباریان يې د خپلو کارونو له ټپه درېدو شکایت کوي.
خو په ټوله کې اندیښنې او عام باور دا دې که د افغانستان نوي حکومت ددغه صنعت د کاروباریانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه ونکړي او په کور دننه د چاپ صنعت سقوط شي افغانان به یو وار بیا ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او ایران ته د چاپ په برخه کې اړ شي.
پدې اړه د رحيم الدين اورياخيل بشپړ رپوټ واورئ.





