'شخصي او دولتي زندانونه': د آسټرالیا په زندانونو کې د زندانیانو شمېر زیات شوی دی

Some 82 people died in custody in 2020/21

Can love wait and overcome imprisonment and verdicts? Source: The Image Bank RF

آیا تاسو نوي آسټرالیا ته راغلي یاست یا هم غواړئ ترڅو د دغه هېواد په اړه مهم معلومات ترلاسه کړئ؟ د آسټرالیا پېژندنې لړۍ معلوماتي راپورونه له تاسو سره مرسته کوي ترڅو د دغه هېواد په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ. د نن ورځې په دغه معلوماتي رپوټ کې مو د آسټرالیا د زندانونو او زندانیانو په اړه معلومات را غونډ کوي دي.


آسټرالیا شپږ ایالتونه چې د نیو ساوت وېلز ، ویکټوریا ، تزمانیا، کوینزلنډ ، سویلي آسټرلیا او لویدیځې استرالیا په نومونو یادېږي. د آسټرالیا شمالي سیمه او مرکزي سیمه خپل حکومتونه لري. د آسټرالیا پلازمینه کانبرا د دغه هېواد په مرکزي سیمې کې موقعیت لري.

د آسټرالیا  ایالتونه او سیمې د ټولنیزو مسائلو په برخه کې لوی مسئولیتونه او صلاحیتونه لري. په شمول ددې چې له قضايي واک څخه په استفادې عدالت تامین شي.

د آسټرالیا  هر ایالت او سیمه د قوانینو د تطبیق او د حقوقي مسائلو د حل لپاره خپل قوانین، پولیس، زندانونه او توقیف ځایونه لري.

د آسټرالیا د روغتیا او هوساینې انستیتوت لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې په آسټرالیا کې د زندانیانو لپاره ۱۱۵ اصلاحي مرکزونه شتون لري. د ځینو نورو منابعو لخوا خپاره شوي معلومات ښيي‌ چې په آسټرالیا کې د ټولو زندانونه، توقیف ځایونونو، د ځوانانو د اصلاح مرکزونو شمېر له ۱۸۰ څخه زیات دی.

د آسټرالیا ټول زندانونه د دغه هېواد د ایالتي‌ او سیمه ایزو حکومتونو لخوا اداره کیږي، ځکه په دغه هېواد کې د فدرالي زندان سیسټم یا هم د فدرالي دولت لخوا جوړ شوي زندانونه شتون لري.

 ځینې اسناد ښيي چې په آسټرالیا کې ۱۸ سلنه زندانونه شخصي زندانونه دي چې مدیریت یې د دولت په لاس کې ندی او شخصي کمپنۍ یې پرمخ وړي.

د شخصي زندانونو شتون په امریکا او ځینې نورو هېوادونو کې اوږ تاریخ لري، مګر په آسټرالیا کې شاوخوا ۳۲ کاله وړاندې په ۱۹۹۰ م کال کې لومړنی شخصي زندان په کوینزلنډ ایالت کې پرانستل شوی او چارې یې د یوه امریکايي شرکت لخوا پرمخ وړل کېږي.

يادې موضوع په اړه لا دير معلومات تيار شوي رپوت کې واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now