له تير يو کال راهيسې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی او هم د پاکستان پارلمان غړی علي وزير د پاکستان کراچۍ ښار کې بندي دی.
د پښتو ژغورنې غورځنګ غړي د سند اسمبلۍ مخې ته راټول شوي او له حکومت څخه د علي وزير او نورو بندي شوو غړو خوشې کيدو غوښتنه کوي.
بله خوا کراچۍ کې پرلت کوونکو ته ټليفون له لارې خبرو کې د علي وزير پر پښتنو غږ کړی ترڅو دې لدې پرلت سره يوځای شي.
اغلې دا هم وويل، چې زوی يې خپل خلکو او وطن لپاره بندي شوی.
کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين هم په ياد پرلت کې برخه لري او پر پاکستان حکومت تور پورې کوي چې پاکستاني حکومت پښتنو سره توپيري چلند کوي.
ښاغلی پښتين وايي، پر علي وزير دا تور دی چې پاکستان ته يې بد رد ويلي، ولې نور مذهبي ډلو مشرانو چې حتی حکومت باندې د کفر فتوا صادر کړې وه هغوی آزاد ګرځي.
د علي وزير په حق کې دا هم ويل کيږي چې نوموړي ته بايد د پارالمان د غړيتوب حق ورکړل شي.
منظور پشتين خپل وينا کې دا هم وويل، چې کراچۍ ته راغلی او له علي وزير سره به يوځای لدې ښاره ځي.
د منظور پشتين خبرې او نور پدې تيار شوي رپوټ کې واورئ.





