د اسټرالیا اډيليډ ښار کې د افغانانو لومړنی کرکټ لوبغالی راشد خان پرانېست

Rashid Khan in inauguration ceremony Adelaide, South Australia

Rashid Khan in inauguration ceremony Adelaide, South Australia Source: SBS Pashto

د اسټراليا اډيليډ ښار کې د پښتو ټولنې کريکټ اکاډمي يوه ستره لاسته راوڼه خپله کړه او خپل کريکټ لوبډلې ته يې يو لوبغالی خپل کړ.


د ياد لوبغالي پرانيست غونډه کې ميلمه راشد خان ارمان مخکې له دې چې د اسټرالیا په تجارتي لیګ کې خپله لومړۍ لوبه وکړي د پښتون کريکټ اکاډمی نوی لوبغالی يې پرانيست.

يادې غونډې ته په وينا کې راشد خان وويل چې د افغان ځوانانو راټوليدل او داسې لاسته راوړنه ستايي او نيکې هيلې يې د پښتون کريکټ له اکاډمی سره مل دي.

د پښتون ټولنې مشر عزير صافي هم خپله وينا کې د يووالي خبرې وکړې او د خپل ټولنې او کريکټ کلب پر لاسته راوړنو يې رڼا واچوله.

اسټراليا اډيليډ کې ميشت د افغانانو د ټولنې يو بل فعال ښاغلي عارف رحيمې هم خبرې وکړې او راشد خان ته يې ډاډ ورکړ چې اسټراليا کې د ټولو افغانانو ملاتړ له راشد خان سره دی.

د غونډې بشپړ رپوټ دلته اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now