راشد خان چې دا مهال د اسټراليا بيګ باش لوبو کې اډيليډ سټرايکرز لوبډلې ته لوبه کوي لي پيل راهيسې يې حيرانوونکې لوبه کړې او بيګ باش توپ وهوونکي له راشد خان څخه ځانګړې ويره احساسوي.
داچې د اسټراليا بيلابيلو ښارونو کې د لوبغالي پيچ يا توب اچوونې ځای سره توپير کوي او بيا په ټوله کې د اسټراليا لوبغالي د نړۍ له نورو لوبغالو ستوپير کوي راشد خان څنګه توانيدلی چې خپل مهارت پر ځای وساتي او وځليږي.
راشد خان په تيره لوبه کې ټپې شوې وهم وه ولې اوس يې روغتيايي حالت ښه دی او راتلونکې لوبې لپاره پوره چمتو دی چې د يکشنبې په ورځ يې ترسره کړي.
راشد خان دا مهال د اسټراليا سيدني ښار کې دی او له هغه سره مو ځانګړې مرکه کرې او ډير څه نوي يې ويلي، تاسې دا بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.






