دوحه کې د ملګرو ملتونو سازمان په کوربتوب د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې جنجالې غونډې ته غبرګونونه

QATAR DIPLOMACY

A traditional dhow floats in the Corniche Bay of Doha, Qatar, with tall buildings of the financial district in the background. Source: AAP

د ملګرو ملتونو سازمان د را راونې مې میاشتې په لومړۍ نېټه په دوحه کې د افغانستان په اړه د یوې نړیوالې غونډې کوربتوب ته ملا تړلې ده.


دغه دوه ورځنۍ غونډه چې ټاکل شوې د تړلو دروازو تر شاه د نړۍ د مختلفو هېوادونو د استازو په حضور کې ترسره شي مشرۍ به يې د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي مشني انتوني ګوتریش په غاړه وي.

په لومړیو کې ددې غونډې په تړاو د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې امنه محمد ویلي ول، په دې غونډه کې به د طالبانو حکومت د رسمیت پيژندنې په باب بحث وشي.

که څه هم د امنه محمد دغو څرګندونو پراخ غبرګونونه راپورته کړل، خو وروسته ظاهرا د ملګرو ملتونو یو ویاند وویل، چې په دې غونډه کې به په نړیواله سطحه د طالبانو حکومت د رسمیت پیژندنې په باب بحثونه شامل نه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ددې غونډې د جوړیدو په اړه خپل دریځ روښانه کړی او ویلي يې دي، دوحه کې د ملګرو ملتونو سازمان په راتلونکې غونډه کې د طالبانو د رسمیت پیژندنې په اړه هر ډول خبرې اترې ورته د منلو وړ نه دي.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان سرپرست دایمي استازي نصیر احمد فایق هم له رسنیو سره په خبرو کې د دې سازمان د سرمنشي مرستیالې امنه محمد څرګندونې رد کړي او ویلي دي چې د ملګرو ملتونو سازمان په مشرۍ په قطر کې د افغانستان په اړه جوړیدونکې غونډه کې به د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه بحث ونه شي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر بیا د ملګرو ملتونو سازمان په کوربتوب په دوحه کې د افغانستان په اړه جوړیدونکې غونډې په باب خوشبیني ښودلې او ویلي دي هندوستان دغې غونډې ته په مثبت نظر ګوري.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا ددې غونډې د جوړیدو په اړه بیلابیل لید لوري لري.

يادې غونډې په اړه جوړ شوی رپوټ واورئ.

———————————————————————————

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې

 ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړی اتوګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now