Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د اسټراليا پلازمينه کې سلګونو افغانانو مظاهره وکړه

Afghans protesting in Canberra

د اسټراليا پلازمينه کنبيرا کې د پارلمان مخې ته سلګونه افغانان راټول شول او هغو افغانانو ته يې د حق غوښتنه وکړه کوم چې له ډيرو کلونو راپديخوا د اسټراليا په لنډمهالو ويزو ژوند کوي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


د اسټراليا پلازمينه کنبيرا کې د پارلمان مخې ته سلګونه افغانان راټول شول او هغو افغانانو ته يې د حق غوښتنه وکړه کوم چې له ډيرو کلونو راپديخوا د اسټراليا په لنډمهالو ويزو ژوند کوي.


د اسټراليا پلازمينه کنبيرا کې سلګونو افغانانو مظاهره وکړه او هغو افغان کډوال او پناه غوښتونکو ته يې د دايمې ويزې غوښتنه وکړه کوم چې اسټراليا کې له ډيرو کلونو راهيسې ژوند کوي او خپل کورنۍ نشي دعوت کولی.

ويل کيږي اسټراليا کې شاوخوا ۵۰۰۰ افغانان په لنډمهالو ويزو ژوند کوي او دا کسان له ډيرو حقونو بې برخې او نا معلوم برخليک سره ژوند تيروي.

يادې مظاهرې يو ګډون کوونکي عليزي زرمتي د مظاهرې له ځايه اس بي اس پښتو خپرونې ته وويل، د مظاهرې مقصد هغو افغانانو ته د حق غوښتنه ده کوم چې له ډير جدي رواني فشار سره مخ دي.

د ښاغلي عليزي په وينا، په تيرو څو کلونو کې يو شمير افغانانو د نا معلوم راتلونکي له وجې ځان وژنه وکړه، ځکه يادو کسانو ته له ډيرو کلونو اسټراليا کې اوسيدو وروسته هم د اسټراليا دايمي ويزه نه وو ورکړل شوې.

د اسټراليا حکومت ټولو هغو کسانو ته لنډمهاله ويزې ورکوي کوم چې غير قانوني اسټراليا ته داخليږي او يادو کسانو ته دايمي ويزې هم نه ورکول کيږي.

تير کال د اسټراليا مهاجرت وزير اليکس هاک ووي، هيڅ افغان به له اسټراليا څخه افغانستان ته جبري ونه ليږل شي.

د اسټراليا لنډمهاله ويزه لرونکي نشي کولی ترڅو له بهر څخه خپل کورنۍ غړي اسټراليا ته دعوت کړي.

دا او نورې ستونزې هم د نن ورځ مظاهرې په اړه له ښاغلي عليزي سره شوې مرکه واورئ.

 

 

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now