مهم خبرونه:
- د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو لخوا د ښځو د کار د منع کېدو په اړه د جنوري په ۱۳ غونډه جوړوي.
- طالبانو تېره اوونۍ د امو سیند حوزې د نفتو د استخراج قرارداد له یو چینايي کمپنۍ(CPEIC) سره لاسلیک کړ.
- د اسلامي علماو نړیوال اتحاد تېره اوونۍ وویل، چې د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده د دوی له پلاوي سره له کتنې ډډه کړې ده.
- له زده کړو او کار کولو د نجونو او ښځو د راګرځولو په اړه د غبرګونونو پر داوم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ وویل چې طالبانو بیا بیا هغه ژمنې ماتې کړي کوم چې د بشري حقونو د درناوي په برخه کې يې له نړیوالې تولنې سره يې کړي وي.
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.



