Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د کرېکټ یو شمېر پوهان وایي د آسټرالیا د کرېکټ بورډ وروستۍ پرېکړه د افغانستان لپاره ښه پیغام نلري

Australian Cricketers’ Association boycott South Africa tour.

وروسته ترهغه چې د آسټرالیا کرېکټ بورد په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر ښځو او انجونو د لګېدلو محدویتونو په ځواب کې له افغان لوبډلې سره خپلې درې ورځنې لوبې لغو اعلان کړې، اوس یو شمېر کرېکټ پوهان دغه وضعیت د افغان کرېکټ لپاره د اندیښنې وړ بولي.


خپور شوی په

By Rahimudin Oriakhail

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


وروسته ترهغه چې د آسټرالیا کرېکټ بورد په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر ښځو او انجونو د لګېدلو محدویتونو په ځواب کې له افغان لوبډلې سره خپلې درې ورځنې لوبې لغو اعلان کړې، اوس یو شمېر کرېکټ پوهان دغه وضعیت د افغان کرېکټ لپاره د اندیښنې وړ بولي.


د اسټرالیا کرېکټ بورد د جنوري میاشتې په ۱۲ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې په افغانستان کې د ښځو او انجونو لپاره د ژوند او زده کړو د محدویتونو له امله نه غواړي له افغان کرېکټ لوبډلې سره په راتلونکې مارچ میاشت کې د افغان لوبډلې په کوربتوب د کرېکټ نړیوال جام د سوپر لیګ درې یو ورځنۍ سیالۍ ولوبوي.

د اسټرالیا کرېکټ بورد ویلي ول، که چېرته افغان انجونو ته په افغانستان کې ښه شرایط برابر شي، اسټرالیا به د افغانستان له کرېکټ سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

د اسټرالیا د کرېکټ بورد له دغه اعلان سره سم د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې او د ملي لوبډلې مخکښو لوبغاړو پر دغه پرېکړه ناخوښې په ډاګه کړه او د بیرته اخیستو غوښتنه يې وکړه.

که څه هم دوی دا پرېکړه سیاسي وبلله خو د اسټرالیا کرېکټ بورډ په ځواب کې وویل، چې بشري حقونه سیاسي مسله نه ده.

د کرېکټ برخې یوشمیر افغان مبصرین بیا د اسټرالیا له لوري له افغانستان سره د لوبلړۍ د لغو کېدو په اړه بیلابیل لید لوري لري.

مهرباني وکړئ، پډې اړه لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now