د تېرې اوونۍ مهم خبرونه:
- د افغان طالبانو او پاکستان د سرحدي پوځیانو ترمنځ تېره اوونۍ دوه ځله له چمن سره پر پوله د شیرو اوبو په سیمه کې نښتې وشوي.
- د تېرې اوونۍ د دوشنې په ورځ د کابل ښار په زړه شهرنو سیمه کې په هغه میلمستون وسله والو برید وکړ چېرته چې چینايي وګړي او سوداګر اوسېدل.
- د ژغورنې نړیوالې کمیټې یا آی آر سي تېره اوونۍ وویل چې د افغانستان نږدې ټول وګړي له بې وزلۍ سره مخ دي.
- د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده تېره اوونۍ د لومړي ځل لپاره پنچشیر ولایت ته تللی وه او هلته يې له مسوولانو، علماوو او ولسي مشرانو سره وکتل.
- د پاکستان او تاجیکستان مشرانو تېره اوونۍ په اسلام اباد کې د لیدنې پر مهال په افغانستان د ټول ګډون حکومت رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.



