د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان په تېرو شپږو مېاشتو کې له ایران سره شاوخوا ۱.۶ میلیارده ډالره سوداګري کړې ده، په داسې حال کې چې له پاکستان سره بیا دغه کچه په یاده موده کې ۱.۱ میلیارده ډالره وه.
د سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اس بي اس پښتو سره په خبرو کې ویلي چې افغانستان اوس د ایران او مرکزي اسیا له لارې په سوداګریزو لارو تر بل هر وخت ډیره تکیه کوي ترڅو په پاکستان باندې خپله تکیه راکمه کړي.
د نوموړي په وینا، د ایران ګمرکونه په عصري تجهیزاتو سمبال دي، افغان سوداګرو ته يې په بندري تعرفو کې ۳۰ سلنه تخفیف او د کارګو د ساتنې په لګښتونو کې ۷۵ سلنه تخفیف وړاندیز کړی دی.
هغه زیاته کړه چې د ایران د چابهار بندر تاسیساتو څخه استفادې د امولو په انتقال کې ځنډ راکم کړی او سوداګرو ته ډاډ ورکوي که د پاکستان لارې وتړل شي نو بارونه به ونه دریږي.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.



