کارپوهان: د ایران او طالب پوله ساتو ځواکونو ترمنځ وروستۍ نښته د جګړې د پیل په معنا نه ده

60e2b39ebb4dc359591730c54d172aeee388c683-750x980.jpg

Credit: Public domain

د راپورونو له مخې نښته وروسته تر هغې رامنځته شوې چې ایراني اړخ غوښتل په یاده شوې سیمه کې پولې ته څېرمه دیوال جوړ کړي.


د طالبانو او ایراني چارواکو ترمنځ د هلمند سیند د اوبو حق ابې په سر لانجه لا پر ځای پاتې وه چې د شنبې په ورځ طالب او ایراني پوله ساتي ځواکونه د نیمروز ولایت په کنګ ولسوالۍ کې سره ونښتل او پر یو بل يې د سپکو او درنو وسلو ډزې وکړي.

د راپورونو له مخې نښته وروسته تر هغې رامنځته شوه چې ایراني اړخ غوښتل په یاده شوې سیمه کې پولې ته څېرمه دیوال جوړ کړي.

په دغه نښته کې له داوړو لوریو لږ تر لږه دوه کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

دا لومړی ځل نه ده چې د طالبانو او ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ پر پوله نښته رامنځته کیږي، له کله چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسیدلي دي، د دې پولې په اوږدو کې په ځانګړي ډول د نیمروز په کنګ او اسلام کلا کې د دواړو خواوو ترمنځ ګڼې سرحدي نښتې شوي چې پاېله کې يې داوړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې.

بلخوا د طالبانو او ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د شنبې په ورځ دغه نښته وروسته تر هغه رامنځته شوه چې په دې وروستیو کې د هلمند د اوبو پر سر د طالبانو او ایران ترمنځ تاوتریخوالي زیات شوی دی.

مهرباني وکړئ، پدې اړه لا دېر جزیات د رحیم الدین اوریاخیل په رپوټ کې واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now