د اګسټ په ۱۵ له کله چې وسله والو طالبان د دویم ځل لپاره په افغانستان کې واکمن شول، د دې ډلې مشرانو وویل چې دوي په هیواد کې د کوکنارو په کر بندیز لګوي، خو د نږدې پنځو مېاشتو په تیریدو له هم دوي د کوکنار د کر په اړه کومه کړنلاره لا نه ده اعلان کړې.
د معلوماتو له مخې په اوس وخت کې چې د افغانستان په تودو یا ګرمسیرو ولایتونو کې د لیندۍ د میاشتې په لومړیو کې د کوکنارو نوی کښت پیل شوی وه، دم کړۍ نږدې پای ته رسیدلی دی.
بلخوا د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې په تېره په هلمند ولایت کې کروندګر چې د اقتصادي مشکلاتو سره لاس او ګریوان دي د کوکنار د کر نه پرته د ګټې بله وسیله نه ویني.
کروندګر په دې باور دي، دا چې په افغانستان کې اقتصادي مشکلات زیاد شوي دي او د لوږې خطر زیات شوی نو له همدې امله اړ دي چې د کوکنار کر یا کښت ته مخ کړي.
بزګران وايي، که څه هم دوی د طالبانو له لوري د کوکنارو د کښت د بندیدو په اړه اندېښنه درلوده، خو دغې ډلې تر اوسه په رسمي توګه د کوکنار کر نه دی منع کړی.
په افغانستان کې که څه هم اصلي ستونزه د کروندګر له مالي پلوه بې وسي ده خو کروندګر د مالي عاید له پلوه د کوکنار کر د خپلو کورونیو لپاره تر ټولو ښه کښت بولي.
تاسو کولای شئ پدې اړه لا ډېر معلومات، زمونږ د همکار رحیمالدین اوریاخیل په رپوټ کې واورئ.





