د حامد کرزي په اړه ویل شوي چې نوموړي به درې ورځې په عربي اماراتو کې تم شي او وروسته به جرمني ته لاړ شي.
د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر د دې سفر په ترڅ کې اماراتو کې له مېشت یو شمېر افغانانو او د متحده عربي اماراتو له ځینو لوړ پوړو چارواکو سره لېده کاته کړي.
رسنیو دوبۍ ته د یو شمېر نورو افغان سیاسي څېرو د ورتګ خبرونو هم ورکړي خو په دې اړه یادو اشخاصو یا هم رسمي او باوري سرچینو څه نه دي ویلي.
ورته وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس ویسټ هم افغانستان کې د بشري او اقتصادي کړکیچ په اړه د مشورو په هدف جاپان، هند او متحده عربي اماراتو ته په سفر راون شوی دی.
مهرباني وکړئ، پدې اړه لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.



