د طالبانو او ایران ترمنځ د هلمند سیند د اوبو په سر لانجه څومره د اندېښنې وړ ده؟

Salma33.jpg

د سلما بند

په دې وروستیو کې د هلمند سیند د حق ابې په اړه د طالبانو او ایراني چارواکو ترمنځ ناندرۍ راپورته شوي.


د هلمند سیند د اوبو په سره د طالبانو او ایراني چارواکو ترمنځ دغه ناندرۍ او لفظي شخړي وروسته تر هغه پیل شوي چې د ایران ولسمشر ابراهیم ریسي طالبانو ته خبرداری ورکړ چې د دوی د اوبو حق ورکړي ګینې وروسته بیا د شکایت حق نلري.

د رییسي تر دغه خبرداری وروسته د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر کاظمي قمي بیا طالبانو ته یو میاشت ضرب الاجل وټاکه چې ددغې مسلې حل په پار عملي ګامونه پورته کړي.

قمي وویل، که چېرته اوبه وي او طالبان د ایران حق نه ورکوي نو تهران دا حق لري چې د خپل ملت د دفاع لپاره لاس په کار شي.

قمې په خپلو خبرو کې د ګواښ په بڼه وویل، که طالبان غواړي ثبات، ځمکنۍ بشپړتیا او استقلال ولري نو باید خپلو ګاونډیونو سره ښې اړیکې ولري.

د هلمند سیند تړون يه ۱۳۵۱ کال کې د کابل او تهران ترمنځ د موسی شفیق او امیر عباس هویدا له لوري چې د هغه وخت د دوو هېوادونو لومړي وزیران وو، لاسلیک شوی دی.

ددغې موافقې له مخې ، په یو نور ماله او له اوبو ډک کال کې چې د هلمند سیندیزې حوزې اوبه شپږنیم میلیارده متر مکعبو ته رسیږي ایران د ۸۲۰ مکعبه اوبو حقبه لري.

ایران له تېرو دوو لسېزو راهیسې، چې افغانستان له پرلاپسې وچکالیو سره مخامخ شوی، د هلمند د اوبو له درکه شکایت لري، خوهم د افغانستان د تېر جمهوري نظام چارواکو او هم طالب چارواکي وايي، چې د وچکالۍ له امله د اوبو اندازه کمه شوې ده.

دا چې د طالبانو او ایراني چارواکو ترمنځ د هلمند سیند د اوبو په سر دغه ناندرۍ څومره د اندېښنې وړ دی او ددغې مسالې حل په څه کی دی د چارو شنونکي يې په اړه بېلابېل لید لوري لري.

مهرباني وکړئ، لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now