په افغانستان كې د طالبانو له بیا واکمنېدو را وروسته نه یوازې دا چې په دغه هېواد کې د القاعده ډلې بلکي د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پی او نورو وسله والو ډلو د پټنځایونو په اړه ضد نقیض ادعاوي کیږي.
په تازه سره د پاکستان د بهرنیو، دفاع او پوځ مشر جنرال منیر یو ځل بیا پر طالبانو نیوکه کړې، چې د پاکستان پر ضد د د افغانستان خاورې نه استعمالېدو کې يې پر خپله ژمنه عمل نه دی کړی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ په خپلو تازه څرګندونو کې د طالبانو له حکومت غوښتي، چې وسله والو ډلو ته دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د تروریستي بریدونو لپاره وکاروي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې له دغو څرګندونو یو ورځ وروسته د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر بیا تور پورې کړ، چې د افغانستان خاوره د دوی پرضد د تروریستي بریدونو لپاره کارول کیږي.
د پاکستان د پوځ عامه اړیکو له دفتر څخه په خپره شوې خبرباڼه کې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د پټنځایونو او موجودیت او ازاد فعالیت سخته اندېښنه ښودل شوې.
د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي، د پاکستان حکومت له طالبانو تمه لري چې د افغانستان خاوره دې د هيڅ هېواد پر ضد د ترهګریزو بریدونو د ترسره کېدو استعمال لپآره پرې نه ږدي او له امریکا سره دې د ۲۰۲۰ کال د دوحې تړون ژمنې عملي کړي.
ورته مهال د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف بیا په یو ټویټ کې ادعا کړې، چې افغانستان د ګاونډي او ورور هېواد په توګه خپل حق نه ادا کوي او نه هم د دوحې تړون ته ژمن دی.
نوموړي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي، له تېرو څلور لسیزو راهیسي نږدې شپږ میلیونه افغانانو په پاکستان کې له حقونو سره پناه اخېستې وه، خو برعکس هغه ترهګر چې د پاکستانیانو وینې يې تویې کړې دي، د افغانستان په خاوره کې دي.
هغه د ګواښ په بڼه ویلي؛ دا وضعیت باید نور داوم ونه کړي که نه پاکستان اړه دی چې د خپلې خاورې او وګړو د خوندي ساتلو لپاره له خپلو سرچینو ګټه واخلي.
د چارو یوشمېر کارپوهان بیا د پاکستاني چارواکو وروستیو څرګندونو په اړه بېلابېل لید لوري لري.
له دې ډلې د چارو شنونکي نجیب الله جامع وايي، د پاکستاني چارواکو وروستۍ او پرلپسې څرګندونې مغرضانه او د پاکستان دومخي سیاست ښکارندوي کوي.
نوموړي له اس بي اس راډیو سره په خبرو کې وویل، پاکستان له لسېزو راهېسې د ترهګرو ډلو د تمویل او روزنې دایمي مرکز پاتې شوی او تل يې په دا ډول څرګندونو سره د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې هڅه کړې ده.
مهرباني وکړئ پدې اړه لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.





