افغانستان کې د زيږون پر مهال د ميندو مړينه کمه شوې

Mother holding child, Kabul Afghanistan

Mother holding child, Kabul Afghanistan Source: Fardin Waezi, UNAMA

افغانستان لاهم د سیمې په کچه هغه هېواد دی چې په هر نیم ساعت کې یوه مېرمن د زېږون پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتونو د وړاندې کولو مرستیال فدا محمد پیکان وايي په افغانستان کې د تیرو کلونو په پرتله د زیږون پرمهال د میندو د مړینې اندازه څه ناڅه کمه شوې ده خو لاهم پدې برخه کې ځيني ننګونې پاتې دي.

 تردې وړاندې د یوې سروې پایلو ښودلې وه چې د زېږون پر مهال د مېندو د مړینې په کچه کې زیاتوالی راغلی او په هر یو لک امیدوارو مېندو کې ۱۲۰۰تنې يې مري.

 د روغتیايي مرکزونو کمښت او ورته د خلکو نه ‌لاسرسی، په لرو پرتو سیمو کې د قابله‎ ګانو نه‌ موجودیت، ناامنۍ، د سړکونو خرابوالی، ترانسپورټي ستونزې او کورنۍ پرېکړې د زېږون پرمهال د مېندو د مړینې مهم لاملونه یادېږي.

پدې اړه تفصیل د ناجیې ساپۍ په ریپوټ کې اورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now