پاکستان دا مهال له سخت سياسي کړکيچ څخه تيريږي ځکه چې د عمران خان ګوند تحريک انصاف خلاف ټول سياسي ګوندونه يوزای شوي او نوموړی له واکه لرې کولو غوښتنه کوي.
يکشنبې په ورځ د پاکستان پارلمان غړو پلاد درلود ترڅو عمران خان حق کې د مخالفت رای ورکړي او نوموړی له دندې ګوښه کړي ولې وروستيو شيبو کې عمران خان د پاکستان ولسمشر له ولسمشر څخه وغوښتل ترڅو پارلمان لغوه کړي او ټاکنې ترسره کړي.
د پاکستان حکومت مخالف ګوندونو د عمران خان ياده پريکړه غير قانوني وګڼله او دا مسله يې سترې محکمې ته وړاندې کړه.
سترې محکمې د مخالف ګوندونو شکايت اويردو موده غځولې او اعلان يې وکړ چې دواړه لورې به د چهارشنبې په ورځ خپل شکايتونه محکمې ته وړاندې کړي او محکمه به شکايتونه واورئ.
د پاکستان سياسي کړکيچ ارزونې لپاره مو سياسي چارو شنوونکي او څيړونکي محب اقبال سره مرکه کړې.
ښاغلی اقبال وايي، د عمران خان ډيرو برخو کې پاتې راتلو سره بيا هم ډير ځوانان يې ملاتړي دي.

ښاغلي زياته کړه، عمران خان او پوځ ترمينځ اختلاف پيدا کيدل د حکومت مخالف ګوندونو ته لار هواره کړه چې عمران خان له واکه لرې کولو هڅې پيل کړي.
عمران خان هڅه کړې ترڅو اسلامي هيوادونه سره يوځای کړي او يوه اسلامي نړۍ سره يوځای کړي.
دا او نور ډير نور معلومات په مرکه کې واورئ.



