مهم ټکي
- د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آسټین په پنټاګون کې د آسټرالیا د دفاع وزیر ریچارډ مارلس کوربه دی, د دواړو هيوادونو دفاع وزيرانو د هند - پاسیفیک امنیت AUKUSی ترتیباتو په اړه خبرې وکړي, ښاغلی آسټین وايي، اسټراليا په دودیز ډول وسله وال، اټومي ځواک لرونکي سب میرین وړتیا ترلاسه کولو برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی.
- د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن چين ته خپل سفر پداسې حال کې ؤځنډوو چې د دواړو هيوادونو ترمينځ يو ځل بيا سياسي کړکيچ رامينځته شوی.
- د آسټرالیا طبي اتحادیې د حکومت لخوا وړاندیز شوي طبي اصلاحاتو لپاره په خپل ملاتړ ټینګار کړی ، حتی که دا اصلاحات لنډمهاله هم وي.
- اروپايي ټولنه وايي، د فبرورۍ په ۲۴مه به پر اوکراین د روسیې د یرغل د کلیزې په مناسبت پر روسیې د بندیزونو لسمه بسته ولګوي.
- د هند پولیسو د کم عمره ودونو د مخنیوي په تور تر دوه زره زیات کسان نیولي دي, په آسام کې پولیسو تر ۲۰۰۰ ډیر نارینه د کم عمره نجونو سره د واده کولو یا د ودولو په تور نیولي دي.
- د هند اقتصاد له هغه وروسته له ننګونو سره مخ شوی چې د ياد هيواد تر ټولو شتمن سوداګر د فلع کارۍ تورونو له مخي يوازې څو ورځو کې له ۱۰۰ ميلياردو ډالرو ډير تاوان وکړ.
- د پیسو مینځلو يا پاکولو ضد کارپوهان د آسټرالیا له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د مقرراتو له نشتوالي څخه په ګټې اخیستنې د جرمي سنډیکیټونو سره د مبارزې لپاره بايد سخت قانون رامینځته کړي.




