د نن ورځې مهم خبرونه

SBS Pashto News

Source: Getty

د آسټرالیا او نړۍ د نن ورځې مهم خبرونه دلته واورئ.


مهم ټکي

  • ترکيه او سوريه کې سختو زلزلو تر دې دمه له ۴۰۰۰ ډير کسان وژلي او له ۱۲ زرو څخه ډير ټپيان دي، استرالیا به په ترکیه او سوریه کې د بیارغونې او پاکولو هڅو کې د مرستې لپاره ۱۰ ملیونه ډالر بشري مرستې چمتو کړي.
  • د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټیرس سوداګرو او نورو هغو شرکتونو نیوکه وکړه چې د اقلیم بدلون کې منفي لاس لري.
  • د اسټراليا مزکزي بانک د سود نرخ يو ځل بيا لوړ کړ، د حکومت مخالف ګوند د ياد لوړوالي پړه پر حکومت اچوي.
  • د آسټرالیا د eSafety کمشنره هغه شمیرې خپرې کړې چې دا د اندیښنې په توګه بیانوي او د انټرنیټ کاروونکو لپاره مخ په ډیریدونکي اندیښنې څرګندوي.
  • متحده ایالاتو تایید کړه چې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د هغه چینایي سیال ترمنځ په بیجینګ کې پلان شوې غونډه ځنډول شوې او دا نده په ډاګه چې بيا به دا خبرې کله کيږي.
  • په پاکستان کې مشهوره انلاین معلوماتي پاڼه ویکیپیډیا بنده شوې ده.

شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now