مهم ټکي
- د ترکيې او سوريه په زلزلو کې د وژل شوو کسانو شمير ۲۳۷۰۰ کسانو څخه لوړ شو او لا اوس هم د کنډوالو لاندې ژنديو کسانو لټون دوام لري او هم ډير شمير وژل شوي کسان لا تر اوسه کڼدوالو لاندې دي.
- د میلبورن په سویل لویدیځ کې په یوه کور کې جګړې وروسته دوه سړي چاقو بريد سره وژل شوي دي, او دریم سړی په روغتون کې دی او د هغه روغتيايي حالت هم ښه نه بريښي.
- اسټراليا کې نوې شمیرې ښیې چې روغتیایی متخصصین خلاف د تیر کال په پرتله نږدې دوه چنده ناوړه چلند شکايت شوی.
- د متحده ایالاتو ، دفاع وزارت پنټاګون تایید کړه چې دوی د الاسکا په اوږدو کې په یو لوړ ارتفاع کې يو نا معلوم شی ویشتلی دی.
- د متحده ایالاتو د تحقیقاتو فدرالي ادارې [FBI] د متحده ایالاتو د پخواني مرستیال ولسمشر مایک پینس کور له هغه وروسته لټولی چې په ياد کور کې تيره مياشت د امريکا ملي امنيت پټ اسناد موندل شوي.
- اوزبکستان افغانستان ته د اورګاډي تګ راتګ بیا پيل او برېښنا کچه زیاته کړې.
- پاکستان به له ای اېم اېف سره د خبرو پر بنسټ به یو سل اویا میلیارده روپیو نوې مالیې ولګول شي.




