د اسټراليا او نړۍ د نن ورځ مهم خبرونه

SBS Pashto News

Source: Getty

د اسټراليا او نړۍ د نن ورځ مهم خبرونه دلته واورئ.


مهم ټکي

  • د اسټراليا حکومت خپل د ټاکنو کمپاين له ژمنې سره سم يکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې اسټراليا کې ميشت ۱۹۰۰۰ کسان چې لنډمهالې TPV او SHEV ويزې لري کولی شي لدې وروسته د اسټراليا دايمي ويزې ترلاسه کړي.
  • په ترکیه او سوریه کې د تیرې اونۍ د زلزلې له امله د مړو شمیره اوس له ۳۷۰۰۰ څخه پورته شوی او داسې ښکاري چې دا شمير ډيريدو په حال کې دي.
  • د اسټراليا د کورنیو چارو وزیره کلیر اونیل د آسټرالیا ډیموکراسۍ ته یو له اصلي ګواښونو څخه بهرنۍ لاسوهنه بیان کړه.
  • فدرالي حکومت تر فشار لاندې دی چې د کور کړکيچ هوارۍ لپاره خپل نوی قانون چې پارلمان ته وړاندې کوي هغې کې بدلون راوړي او له هغې وروسته د حکومت مخالف ګوندونه به يې تصويب کړي.
  • د تیرې اونۍ د سود نرخ لوړیدو وروسته ، د مصرف کونکو باور په نږدې دریو کلونو کې ترټولو ټیټې کچې ته راټیټ شوی.
  • فدرالي حکومت وايي چې آسټرالیا به د نړۍ یو له لږ شمير لویو اقتصادونو څخه وي چې له اقتصادي بحران څخه مخنیوی کوي, او دا په دې شرط چې د حکومت اقتصادي پلان پلي کړي.
  • د سوریې ولسمشر بشار الاسد موافقه کړې چې تر راتلونکو دریو میاشتو پورې به د سوریې په شمال لوېدیځ کې د اپوزیسیون تر ولکې لاندې سیمو ته د زلزله ځپلو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو رسولو اجازه ورکړي.
  • چین پر امریکا تور لګولی چې د تېر کال له پیل راهیسې یې تر لسو ډېر ځله په غیرقانوني ډول خپل فضایي حریم ته د لوړ ارتفاع لرونکي بالونونه کارولي دي.

شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now