د اسټراليا او نړۍ د نن ورځ مهم خبرونه

SBS Pashto News

Source: Getty

د اسټراليا او نړۍ د نن ورځ مهم خبرونه دلته واورئ.


مهم خبرونه

  • لومړي وزیر انتوني البنيزي د هند د بهرنیو چارو له وزیر سوبرامانیم جیشنکر سره په سیډني وکتل، دواړو د هیوادونو د ستراتیژیک شراکت او کرکټ په اړه خبرې وکړې.
  • د ترکې وژونکې زلزلې دوه اونۍ وروسته لا هم ډیرې ژغورونکي شوي دي. د ژغورنې ډلو درې ژوندي پاتې شوي کسان د یو شمیر ويجاړو ودانیو لاندې څخه را ایستلي دي، د مړو شمېر له ۴۵ زرو څخه اوښتی او تمه ده چې دا شمېر نور هم زیات شي.
  • د لویدیځ اسټرالیا اوسیدونکي د دې اونۍ په پای کې د تودوخې سختې څپې سره مخ دي، د دې ایالت په شمالي برخو کې د تودوخې درجه تر 48 درجو پورې لوړيدو اټکل شوې.
  • د نیو ساوت ویلز لومړي وزیر ډومینیک پیروټیټ د ساحل خوندیتوب او سرف لايف سيوينګ ادارې ته د ۲۳ ملیونو ډالرو پانګوونې اعلان کوي.
  • بلغاریا کې په یوه موټر کې د ۱۸ کډوالو چې پکې ماشومان هم شامل دي مړي موندل شوي، پوليس وایي دوی افغانان دي.
  • په نیوزیلینډ کې چارواکي د هغو کسانو په لټه کې دي چې لاهم د ګابریل طوفان وروسته لادرکه دي.
  • په زرګونو مینه والو د ۲۰۲۳ نړیوال ویاړ يا world pride هغو مراسمو او جشنونو کې برخه اخیستې چې د نیو ساوت ویلز په پلازمینه سیډني کې پیل شوې.

شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now