د اسټراليا او نړۍ مهم خبرونه دلته واورئ

SBS Pashto News

Source: SBS / SBS Pashto

د اسټراليا او نړۍ مهم خبرونه واورئ.


مهم ټکي

  • نړیوالې جنایی محکمې د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیولو امر صادر کړی دی.
  • د اسټراليا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ د ملګرو ملتونو د هوایی چلند ادارې د هغې پریکړې هرکلی وکړ چې د آسټرالیا او هالینډ لخوا د روسیې په وړاندې د مالیزیايي هوایی شرکت MH17 د الوتکې د راغورځولو قضیه اوریدل کیږي.
  • په نیو ساوت ویلز، ویکتوریا او ACT کې ټيټې درجې ډاکټران خپل حقونو لپاره په ګډه يو ستر ګام پورته کولو په اړه خبر ورکوي.
  • ساینس پوهان وايي چې دوی د ډیمنشیا او د کولیسټرول لوړې کچې ترمنځ د اړیکې موندلو سره د ډیمنشیا څیړنې کې لوی پرمختګ کړی.
  • د ویکتوریا په ځینو برخو کې د لګيدلو ځنګلي اورونو له امله خلکو ته سخت خبرداري ورکړي شوي.
  • د نیو ساوت ویلز لومړي وزیر له کور څخه بهر تفريحي کړنو لا ښو اسانتياوو لپاره يې د ۲۵ ملیون ډالرو پانګوونې اعلان وکړ.
  • تمه کیږي چې په زرګونه خلک ګرمې هوا له امله د سیډني ساحلونو ته مخه کوي او بونډای ساحل کې چارواکي وايي دوی تمه لري د ورځې په جریان کې شاوخوا ۳۰ زره خلک د بونډي ساحل ته راشي.
  • د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان د نړۍ په مرکزي بانکونو غږ کړی چې د سود نرخ لوړولو ته دوام ورکړي ترڅو د انفلاسیون فشار ټيټ کړي.

شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now