د نن ورځې مهم خبرونه

SBS Pashto News

Source: Getty

د آسټرالیا او نړۍ د نن ورځې مهم خبرونه دلته واورئ.


مهم خبرونه:

  • د کور اړوند ملاتړې ډلې له حکومت څخه غواړي ترڅو له هغو آسټرالیايانو سره مرسته وکړي چې له اقتصادي کړکيچ سره مخ دي او د کورونو کرايو لوړ لږښت د هغوی پر ژوند منفي اغيز شيندلې.
  • فدرالي وزیر بل شارټین د آسټرالیا بازار کې د شيل انرژی کمپنۍ لخوا د اضافي ګازو راوړلو د وړاندیز هرکلی کوي.
  • په پاکستان کې لسګونه میلیونه خلک له برېښنا بې برخې شوي دي, د پاکستان انرژی وزير ژمنې سره سم بيا هم په ټول هيواد کې بريښنا نورمال حالت ته نده ګرځيدلې.
  • د روغتیا مدافعین راپور ورکوي چې کوینزلینډ د آسټرالیا د پوټکي سرطان پلازمینه ده ، د دې ایالت د پوټکي سرطان شمير د نورو په پرتله ۴۰ سلنه لوړ دی.
  • د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان ویلي چې سویډن باید دا تمه ونه کړي چې ترکيه به د ناټو لپاره د دوی د داوطلبۍ ملاتړ وکړي.
  • د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي مشر د دوشنبې په ورځ کابل ته سفر وکړ چې د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره یې د ښځو د حقونو په اړه اندېښنې شریکې کړې.

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې

 ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ

زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now