مهم ټکي
- د اوکراین ولسمشر ولادمير زیلسکي له اسټراليا حکومت څخه غوښتي چې خپل سفير بيرته راوليږي او په ياد هيواد کې خپل سفارت بيرته پرانيزي. اسټراليا تر دې دمه ۷۰۰ ميليونه او امريکا ۳۲ ميلياردو ډالرو مرسته کړې.
- ناټو او اروپايي اتحادیې دواړو د اوکراین لپاره د چین د اوربند پلان ته توند غبرګون ښودلی دی.
- د اوکراین لوېدیځو متحدینو پر روسیې د نورو بندیزونو اعلان په داسې حال کې کړی چې نړۍ له اوکراین سره د دغه هېواد د جګړې لومړۍ کلیزه لمانځي.
- د ترکيې او سوريې پولې ته څېرمه د زلزلې له امله د مړو شمېر له پنځوسو زرو واوښت.
- د استرالیا د ښوونکو یوې نوې سروې موندلې چې نږدې نیمایي یې د مسلک پریښودو په درشل کې دي.
- نوې څیړنې موندلي چې لوی کاروبارونو يا کارپوریټس ډیرې ګټې ترلاسه کول په اسټراليا کې د انفلاسيون يا نرخونو لوړيدو اصلي لامل دی.
- په سلهاو زره آسټرالیايان چې په کرايي کورونو کې اوسيږي د بې کوره کیدو یا د ژوند فشارونو د ډیریدونکي لګښت سره مخ دي ځکه چې د کور مالکین په زیاتیدونکي توګه د لوړې کرایې غوښتنه ترې کوي.
- په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع چارسبمالي وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د دې وزارت د ځوانو افسرانو له اکاډيمۍ د محصلینو فراغت غونډې ته ویلي، د افغانستان فضا اشغال ده او د پرمختګ او خپلواکۍ لپاره قلم او ټوپک دواړو ته اړتیا ده.
- بلوڅ فعالان دعوه کوي چې ریاستي ادارې یې پر ضد "جعلي مقدمې" درجوي
———————————————————————————
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه
یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.




