د نن ورځې مهم خبرونه

SBS Pashto News

Source: SBS / SBS Pashto

د آسټرالیا او نړۍ د نن ورځ مهم خبرونه دلته واورئ.


  • تمه کیږي چې د یو ملیون څخه ډیر خلک به نن د ویکتوریا ایالت په ايالتي ټاکنو کې رایه ورکړي. د ټاکنو سيالي د ليبر او ايتلافي ګوندونو ترمينځ ده.
  • په ۲۰۱۸ کال کې د کوینزلېنډ د یوې ښځې د وژنې اصلي شکمن د هندي چارواکو له خوا په هند کې له نیول کېدو وروسته د نوي ډیلي د زندان ته وړل شوی دی، اسټراليايي پوليسوله تيرو ۴ کلونو راهيسې د هغه د نيولو هڅې کولې.
  • د راپورونو له مخې د اسټرالیا د اسلامي دولت جنګیالي نیل پراکاش به بیرته اسټراليا ته راستون شي اومحکمې ته د هغو تورونو لپاره مخ شي چې ممکن د عمر لپاره دی زنداني شي.
  • د میلبورن په سویل لویدیځ کې د اورلګېدنې وروسته په یوه دوه پوړیز کور کې دوه تنه مړه موندل شوي دي.
  • د ریل اتحادیې او د نیو ساوت ویلز حکومت یو تړون لاسلیک کړ چې دا د کلونو راهيسې د صنعتي شخړو د حل نښه ليدل کيږي.
  • د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هغو روسي پوځیانو له میندو سره وکتل چې له اوکراین سره په جګړه کې وژل شوي دي.
  • فوټبال په نړیوال جام کې انګلستان د متحده ایالاتو سره یو صفر مساوي کړ او بله لوبه کې ايران ويلز ته په ۰ مقابل کې په ۲ ګولونو ماتې ورکړه.
  • افغانستان له سريلانکا څخه لومړنی لوبه د ۶۰ منډو په توپير وګټله.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now