د نن ورځې مهم خبرونه

SBS Pashto News

Source: Getty

د آسټرالیا او نړۍ د نن ورځ مهم خبرونه دلته واورئ.


مهم ټکي

  • په يو نوي راپور کې د کلني کرایې وړتیا شاخص موندلي چې کرایه په ټول هیواد کې د کورنیو عایداتو په پرتله چټکۍ سره ډيريدو حالت کې ده او خلک هڅه کوي ترڅو يا خپل اوسنۍ کور وساتي او يا بل کور کرايه کړي.
  • فدرالي حکومت وايي, د ملګرو ملتونو هغه راپور نه مني چې د اسټراليا شمال کې ټاپوزمې Great barrier reef ساتنې لپاره د آسټرالیا پلانونه ناکافي دي او د ملګرو ملتونو ميراثونو په لسټ کې شامل ياد ريف نوم بدل کړي او ورته نوم (په خطر کې ټاپوزمه) کيږدي.
  • په اوکراین کې د انرژۍ چارواکي وايي داسې نښې شته چې اوکراين کې د روسیې تر کنټرول لاندې د اټومي بټۍ څخه روسيه د وتلو لپاره تیاری نیسي.
  • د بريتانيا لومړي وزير د خپلې بهرنۍ تګلارې په لومړۍ وينا کې وويل چې له چين سره د برتانيا د اړيکو طلايي دوره پای ته رسېدلې ده.
  • ملګرو ملتونو هم د امريکا له هغه دريځ سره يوزای شوی چې ويلي دي په منځني ختیځ کې کړکېچ او د اسراییل او فلسطین ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه ژوره اندېښنه لري.
  • د ايران د پوځ یوه جنرال په ایران کې د مظاهره چیانو د تلفاتو په اړه لومړنۍ رسمي وینا وکړه او دا یې ومنله چې په ټول هیواد په مظاهرو کې تر ۳۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now