د نن ورځې مهم خبرونه

SBS Pashto News

Source: Getty

د آسټرالیا او نړۍ د نن ورځې مهم خبرونه دلته واورئ.


مهم ټکي

  • پيښور په يو جومات کې ځانمګري بريد نږدې ۶۱ کسان وژلي او له ۱۰۰ ډير ټپيان کړي.له بريد وروسته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پېښور کې د ګڼې ګوڼې په یوه جومات کې د یوه ځانمرګي برید پيښې له ټپيانو سره وکتل.
  • د پاکستان په شمال لوېديځ کې د کښتۍ په پېښه کې لږ تر لږه لس ماشومان وژل شوي، په همدې ورځ په جنوب کې د بس د ټکر له امله تر ۴۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
  • فرانسه او آسټرالیا خپل پام پاسيفيک هيوادونه ته اړوي او له يادو هيوادونو سره د دفاع او اقلیم بدلون په څیر مسلو باندې له نږدې کار وکړي.
  • فدرالي حکومت اعلان کړی چې د کورني تاوتریخوالي قربانیان به د فبرورۍ له لومړۍ نیټې څخه د لسو ورځو معاش رخصتۍ مستحق وي. لومړي وزیر انتوني البانیز دا اعلان وکړ.
  • د روغتیا نړیوال سازمان پریکړه کړې چې کوويډ-۱۹ د عامه روغتیا بیړني حالت په توګه لیست کولو ته دوام ورکړي.
  • بونزا په نوم، د آسټرالیا ترټولو ارزانه هوایی شرکت به نن د لومړي ځل لپاره الوتنه وکړي، ياد هوايي شرکت د ټیټ لګښت الوتنې ژمنه کوي.
  • د کرویشیا ولسمشر زوران میلانوویچ پر لویدیځو هیوادونو نیوکه وکړه چې اوکراین ته یې د روسي ځواکونو د یرغل پر وړاندې ټانکونه او نورې وسلې ورکړي دي.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now