مهم خبرونه
- د G20 د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه په هند کې پرته له کومې رسمي اعلامیې سره پای ته ورسیده، خو بیا هم اکثریت پریکړه وکړه چې روسیه باید په اوکراین کې جګړه پای ته ورسوي.
- په متحده ایالاتو کې د استرالیا سفیر د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز (CSIS) ته ویلي دي چې په تیرو څو کلونو کې له امریکا سره د استرالیا اړیکې پیاوړې شوې دي.
- آسټرالیا یو چینایي شرکت منع کړی چې د اسټراليا کان کیندنې شرکت کې پانګونه وکړي ، د بیجینګ لخوا خبرداری ورکړل شوی او ویره یې راپورته کړې چې دا به د سوداګرۍ صادراتو روانې خبرې له خطر سره مخ کړي.
- د آسټرالیا د احصایې ادارې راپور ورکړی چې د لومړي کور اخيستونکو قرضه اخيستونکو شمير له ۲۰۱۷ کال فبروری مياشت راهيسې تر ټولو ټيټې کچې ته رسيدلی.
- په نیو ساوت ویلز کې له کوم دليل پرته کرايه کوونکی له کوره ايستل منع اعلان شوي.
- هغه بزګر چې د فدرالي حکومت لخوا د ژوندیو پسونو د صادراتو منع کولو له امله اغیزمن شوي له احتمالي اوږد انتظار سره مخ دي ترڅو حکومت دوی ته د هغه ورک شوي عايد د خسارې لپاره مرسته وکړي.
- داسې نښې نشته چې د بیجینګ لخوا د روسیې سره مرسته شوې وي، د متحده ایاالتو چارواکي ټینګار کوي چې دوی د چین په حرکتونو باندې نظر ساتي.
- ۱۲ میاشتې وروسته له هغې کېږي چې د کرېکټ مشهور لوبغاړی شین وارن په ۵۲ کلنۍ کې د زړه د حملې له کبله مړ شو, په استرالیا کې د نارینه وو لخوا د زړه معاینات په تیر کال کې ۲۵ سلنه زیات شوي دي.




