وسله والو طالبانو د افغانستان پلازمینه کابل او یو شمېر ولایتونو کې کور په کور تلاشۍ پیل کړي.
یاد عملیات د دې ډلې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت ریاست له لوري د دفاع وزارت د مرستیال ملا محمد فاضل مظلوم په مشرۍ له تېرو دوو اونیو راپدیخوا پیل شوي دي.
وسله والو طالبانو ویلي چې له دې عملیاتو موخه يې د هر ډول غلو، اختطافګرو، شریرو عناصرو او نورو مجرمینو نیول او له منځه وړل دي، چې د امنیتي ځواکونو له لوري مخکې له وړاندې کشف او څارل شوي دي.
که څه هم تر دې دمه په دې عملیاتو کې د ترلاسه شویو مهماتو په اړه څه نه دي ویل شوي خو ویل کیږي چې په دې ترڅ کې سلګونه میله سپکه او درنه وسله، لسګونه عرادې دولتي موټر، مهمات او ګڼ شمېر نور غیر قانوني توکي ترلاسه شوي دي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر، بریتانیا او د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو ادارو دې چارې ته په غبرګون کې له دې ډلې غوښتې چې تلاشۍ دې بنده کړې او هڅه دې وکړي چې د ولس د حقونو درناوی وکړي.
یو شمېر افغانان له دې عملیاتو په نیوکې سره له اس بی اس راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د وسله والو طالبانو امنیتي کسان د تلاشیو پر مهال له خلکو سره ویرونکی چلند کوي.
بل لورته بیا په دې ډله کې ګڼ شمېر افغانان له دې تلاشیو هر کلي هم کوي او دا چاره د امنیت خواندیتوب لپاره ښه اقدام په کوته کوي.
دوی د کورونو د پلټنې پر مهال د طالب ځواکونو له چلند څخه هم خوښي څرګندوي.
د یادونې ده چې د وسله والو طالبانو له لوري د تلاشیو یاد بهېر لاهم په کابل او ځینو ولایتونو کې راون دي.
کابل څخه د رحيم الدين اوريا خيل رپوټ واورئ.





