Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

کريپټو کرنسي يا ډيجيټلي پيسې څه شی دي او څنګه کار کويِ؟

Stacked cryptocurrency coins (Bitcoin, Ethereum, Litecoin)

Stacked cryptocurrency coins (Bitcoin, Ethereum, Litecoin) Source: iStock

نړۍ کې دا مهال ميليونونه کسان ډيجيټلي پيسو کاروبار ته مخه کړې چې ځيني پکې ګټې ترلاسه کړي او بيا ځينو نورو پيسې بايللي. ډيجيټلي پيسې يا کريپتو کرنسي څه ته وايي او کله رامينځته شوه؟


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Sneha Krishnan, Abdullah Alikhil

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


نړۍ کې دا مهال ميليونونه کسان ډيجيټلي پيسو کاروبار ته مخه کړې چې ځيني پکې ګټې ترلاسه کړي او بيا ځينو نورو پيسې بايللي. ډيجيټلي پيسې يا کريپتو کرنسي څه ته وايي او کله رامينځته شوه؟


کريپټو کرسي ډيجيټالي پيسې دي چې د بندو لارو څخه ټکنالوژی کارولو سره يو بل ته ليږل کيږي.

دامهال لکه د نړۍ نورو هيوادونو وګړو په څير اسټراليايانو هم کريپټو کرنسی يا ډيجيټالي پيسو ته مخه کړې ولې يو څه چې بايد ټول پرې خبر وي د يادو پيسو کاروبار يا کارول بايد ډير احتياط سره ترسره شي ځکه دوکې او جعل کاري هم پدې برخه کې ډير تر سترګو کيږي. 

کريپتو کرنسي يا ډيجيټالي پيسې په ۲۰۰۰ کال کې رامينځته شوې او لومړی ډيجيټلی سکه يا کواين د بيټ کواين په نامه وه چې رامينځته شوه.

داسې ادعا کيږي چې بيټ کواين د ساتوشي ناکاموتو چې يا به شخص وي او يا هم کوم ډله کسانو دا سکه جوړه او مارکيټ ته وړاندې کړه.

تر اوسه دا معلومه نده چې د کريپتو کرنسې جوړونکی څوک دی.

ډیجیټل اسعارو د کریپټوګرافي مفهوم باندې کار کوي ، چیرې چې هر ټوکن يا کرسني د کوډ لخوا رامینځته کیږي او د ډیټا په مرسته یو بل سره تړل شوي بلاکونو کې زیرمه شوي. دا سیسټم د بلاک چین ټیکنالوژۍ په نوم پیژندل کیږي.

پدې برخه کې لا ډير معلومات په تيار شوي رپوټ کې واورئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now