د شپږیزې کرېکټ سیالۍ چې د روانې اګسټ میاشتې په ۱۲مه پیل شوي د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې به داوم ولري.
د دغه لیګ په ترکیب کې په نړیوال کچه د افغانستان د پېژندل شویو لوبغاړو، راشد خان، محمد نبي، فضل الحق فاروقي، نور احمد لګڼوال، رحمان الله ګربز، نوین الحق او عظمت الله عمرزي په ګډون د کورني کرېکټ د بېلابېلو کټګوریو لوبغاړي لوبیږي.
شپږیږه لیګ د افغانستان د کورني کرېکټ مشهوره شل اوریز لیګ شمېرل کیږي چې نږدې هر کال اوړی کابل کې ترسره کېږي، خو تېرکال د ځینو نامعلومو دلایلو له امله ترسره نشوو.
که څه هم په تېرو کلونو کې په دغه لیګ کې اتو لوبډلو د اتلولۍ لپاره سیالۍ کولې خو سږکال د لوبډلو شمېر پنځو ته راښکته شوی دی.
خو اساسي پوښتنه دا ده چې سږنی شپږیږه لیګ څنګه ارزول کیږي، ایا دا هېله ترې کېدای شي چې ملي لوبډلې او یا هم نورو لوبډلو ته ترې غوره لوبغاړي انتخاب شي؟
د افغانستان کرېکت بورډ په دې اړه وايي، چې د شپږیږې نهم پړاو سیالۍ د دوی له تمې سره سمې راونې دي او تر دې دمه پکې د سینیر لوبغاړو ترڅنګ ځینې ځوان لوبِغاړي ښه ځلېدلي دي.
د کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات اس بي اس پښتو ته وویل، چې له دغه لیګ څخه پخوا هم ډیری لوبغاړو ملي لوبډلې ته لاره پېدا کړې او سږکال هم دا تمه شته چې یو شمېر لوبغاړي ترې ملي لوبډلې ته لاره پېدا کړي.
سادات دغه راز زیاته کړه چې له دغه لیګ څخه به په راتلونکې کې د افغانستان، عمان، هاکانک او سریلانکا ترمنځ د څلور اړخېزه سریزه ترڅنګ دځوانانو اسیا جام لپاره لوبډلې هم وټاکل شي.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.




