اسټراليا کې د Scanlon Fondation يوه لويه څيړنه تر سره کړې چې پکې يې ۱۰،۰۰۰ کسانو سره مرکې کړي. يادې څيړنې ته يې نوم نني اسټراليايان ورکړی..
يادې سروې کې ډير له پوښتل شوو مسلمانانو څخۀ ويلي چې دوی ځان په ډيره لوړه کچه د اسټراليا برخه بولي او اسټراليا خپل هويت ګڼي..
له پوښتل شوو مسلمانانو څخۀ ۷۰ سلنه يې ويلي چې دوی ځان د اسټراليا حصه بولي او پدې کې په ډيره لوړه کچه او هم مينځنې کچه ځان د اسټراليا برخه ګڼل شامله ده..
يادې څيړنې کې دا هم ليدل شوي چې له هرو ۴ اسټراليايانو څخه ۳ يې اسټراليا کې خپل له ژوند څخۀ راضي دي، ولې ډيره يوه وړه برخه د مسلمانانو بيا ويلي چې اسټراليا کې خپل له ژوند څخه راضي ندي..
له پوښتل شوو کسانو څخۀ ۱۴ سلنه يې اسټراليا سره تړاو يا هم ځان د اسټراليا برخه ګڼلو په اړه يا خو دې سوال ته ځواب ندی ويلی او يا هم هغوی ښودلې چې خوښ ندي..
د موناش پوهنتون څيړونکی پروفيسر Andrew Markus چاچې د يادې څيړنې مشري کړې ويلي چې د يادې څيړنې په پای کې مونږ ته دا څرګنده شوی چې دلته يوه ښکاره ستونزه شتون لري..
اسټراليا کې د مسلمانانو يوه لويه ستونزه داده چې هغوی يو اړخيځ دريځ او سوچ لري، اسټراليا کې ډير خلک د مسلمانانو رنګارنګي او د نورو کلتورونو سره ځان اعيارولو په اړه لږ معلومات لري.. يو لنډ تعريف د مسلمانانو دادی چې دوی اسټراليا کې لکه نورو ټولنو په څير ډير ښه ډول سره ځان اعياروي او رنګارنګي يا تنوع ښايي او نورو کلتورونو سره ښه چليږي، هغوی خپل خوی خپل کلتور ، ژبو او هم خپل مذهب پر مخ وړلو کې ډير رنګارنګي يا تنوع ښايي .
يادې څيړنې کې يوه بله مسله هم څرګنده شوې هغه داچې د اسلام او هم سيکولار نظريو ترمينځ توپيرونه او بيلتون شتون لري، دا د اسلام بيلابيلو برخو کې د ځوانانو، مينځني عمر لرونکو کسانو، او هم ملي او نژادي برخو کې ياد توپيرونه ليدل شوي.
له نيمايي ډير مسلمانان کوم چې اسټراليا کې زيږيدلي ويلي چې دوی په تيرو ۱۲ مياشتو کې له توپيري يا تبعيضي چلند سره مخ شوي..
يادې څيړنې کې دا هم ويل شوي چې د سړيو مسلمانانو په نسبت ښځې له ډير توپيري يا چلند سره مخ شوي.
داچې مسلمانې ښځې ټيکری اغوندي دوی هم د ټولنې د ځينو کسانو بد وضعيت سره مخ شوي. يادو ميرمنو ته ياخو کار ندی ورکړل شوی يا پرې بې ځايه چيغي وهل شوي او يا پرې لاړې تو شوي.
يادې څيړنې کې د اسټرليايي سياستوالو کړنو په اړه هم انديښه څرګنده شوي.

Enjoying the afternoon at Trafalgar Square. Source: Flickr
يوازې د اسټراليا لومړي وزير مالکوم ټرنبل په اړه مسلمانانو ويلي چې دی يوه څه حالت درک کوي نسبت پخواني لومړي وزير ټوني ابوټ پرتله.
د ياډې څيړنې فوکس ګروپ دا هم وويل
د اسټراليا محافظه کار سياستوال په ډيريدو دي او اسلام ضد نظر او کړنې هم په ډيريدو دي، نن سبا سياستوال د تفرقې سياست پر مخ وړي او ويره رامنځته کوي ترڅو لدې لارې ځانته رای ترلاسه کړي او دا نن سبا يوه نوی پديده ده..
د يادې څيړنې فوکس ګروپ دا هم ويلي چې پدې وروستيو کې رسنۍ يو اړخيز رپوتونه ورکړي.
په تيرو څو کلونو کې رسنيو د مسلمانانو پر وړاندې يو اړخيز او هم د اسلام او مسلمانانو پر خلاف يې په ټوله کې منفي رپوټونه خپاره کړي او ډيرو د مسلمانانو د ټولنې په اړه کافي اندازه معلومات هم نه لرل..رسنيو کې د مسلمانانو خلاف بد خبر د ورځپانې لومړی مخ وي ولې که چيرې کوم ښه خبر وي هغه بيا ۷۹ پاڼه کې وي
چې داسې کړنې د خلکو پر ژوندونو يې منفي اغيزې شيندلي..
يو کډوال روان وضيعت ته په کتو وايي چې دی نه غواړي ماشومان يې په داسې يو منفي چاپيريال کې لوی شي..
زه فکر نه کووم چې زه به دلته ډير وخت لپاره پاتې شم او ياهم ډيرو کلونو لپاره دلته پاتې شم.. زه فکر کووم چې مونږ کيدای شي له اسټراليا څخۀ مهاجر شو او کوم بل هيواد ته لاړ شو کيدای شي هغه کوم اسلامي هيواد وي.. ځکه زه نه غواړم چې ماشومان مې دې هيواد کې له توپيري يا تبعيضي چلند سره مخ وي چې که ته يوهوايي ډګر ته هم لاړ شې نو له تا څخه به بيلابيلې پوښتنې کيږي، زه غواړم ماشومان مې يو ازاد هيواد کې ژوند وکړي.. لکه څنګه چي اسټراليا څو کاله پخوا وه..
يادې څيړنې کې ډير له مسلمانانو څخه پر عامو اسټراليايانو نيوکې کړي چې دوی د اصلي اسلام او هم د ترهه ګری تر مينځ توپير نشي کولی.
ليکونکی او هم سياسي کمپاينر Osman faruqi وايي چې ټول هغه کسان کوم چې اسټراليا کې سپټمبر ۱۱ نيټې وروسته رالويږي هغؤی ټول ژوند کې په رسنيو کې مسلمانان او ترهه ګريز بريدونه سره تړلي ويني..

Source: Getty
هغه خلک کوم چې د مسلمانانو په اړه کافي اندازه معلومات نه لري او يا هم مسلمانانو سره هره ورځ نه مخ کيږي، نو هغؤی يوازينی شئ چې ويني هغه ترهه ګريز بريدونه دي او همداسې مسلمانان هم خپلو ټولنو کې همدا خبر اوري، دا په تلويزيونو کې ګوري او په ورځپاڼو کې يې لولي ولې که بل اړخ ته وکتل شي نو مسلمانان د اسټراليا په ودانی کې له نسلونو راپديخوا کار کوي او ونده لري.
د اسټراليا د نژادي تبعيض کميشنر Dr Tim sotpom oh sahn وايي چې دا سم کار ندی چې د يو عمل لپاره تاسې ټولې ټولنې ته په يوه سترګه وګورئ او هم مخکې د مخه قضاوت وکړئ.
مونږ بايد د ټولنې ټوله برخه يوازې د يو څو کسانو کړنې سره ونه تړو او نه هم پرې قضاوت وکړو.. د اسټراليا د مسلمانانو لويه برخه قانون مراعت کوي او هم د ټولنې نورو خلکو سره ښه چليږي. هغؤی ددې حق لري چې پريښودل شي ترڅو خپل ژوند ښه ډول سره پر مخ يوسي.