جنرال شير محمد کريمي: د افغانستان او پاکستان ستونزو حل ژر نشي کيدای

Afghanistan and Pakistan flags

Afghanistan and Pakistan flags Source: SBS Pashto

د افغانستان او پاکستان ترمينځ ستونزې ډيرې دي او حل يې ژر شونې ندی


د افغانستان د پوځ پخوانی لوی درستیر جنرال شیرمحمد کریمي وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ خورا زیاتې ستونزې شته چې ژر يې د حل کولو تمه نشي کیدلای.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د پاکستان حکومت په بلنه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په مشرۍ یو لوړپوړی افغان پلاوی اسلام‎اباد ته تللی وو او د هغه هېواد له چارواکو سره ‌یې د عمل پلان طرحې د پلي کېدو په ګډون په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

خو افغان کتونکي وايي، د دواړو هیوادونو تر منځ د سولې د عمل پلان په چوکاټ کې پیل شوي خبرې په اوږد مهال کې هیله مندی پیدا کولای شي.

پدې اړه تفصیل د ناجیې ساپۍ په ریپوټ کې اورئ.

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now