د ښځو د حقونو یو شمېر افغان فعالانې له نړیوالې ټولنې غواړي چې طالبان په رسمیت ونه پیژني

Girls and teachers protest the Taliban's decision not to reopen schools

Girls and teachers in Kabul protest the Taliban's decision not to reopen schools Source: AAP, EPA / AAP Image/EPA/STRINGER

له تېرو څو ورځو راپدیخوا په ټولنیزو شبکو کې د یو شمېر افغان ښځو له لوري Do Not Recognize Taliban طالبان په رسمیت مه پیژنئ په نوم د هشټک کمپاین پیل شوی دی.


دغه کمپاین په داسې حال کې پیل شوي چې په دوحه کې له تیرې ورځې را پدیخوا د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي انتوني ګوټریش په مشرۍ د نړۍ د بیلابیلو هېوادونو د استازو په شتون کې د افغانستان په تړاو دوه ورځنې غونډه راون ده.

دا کمپاین چې د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د لور هېله نجیب له لوري په لاره اچول شوي ورسره د ښځو د حقونو ځینو نورو فعالانو هم خپل غږ ملګری کړی دی.

هیله نجیب الله په خپله ټویټر پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره له نړیوالې ټولنې غوښتي چې طالبان په رسمیت ونه پیژني.

نوموړې په دغه ویډیو کې پیغام ویلي، چې طالبانو ترې د یوې افغان میرمنې په توګه هېواد، خپلواکي او د ازادۍ جق اخیستي دی.

هغې په دې برخه کې له نورو افغان میرمنو هم غوښتي چې له دې سره په ګډه دغه غږ بدرګه کړي تر څو نړیوال پدې پوهه شي چې طالبانو په تېرو ۱۹ میاشتو کې له دوی کوم اساسي حقوق اخیستي او ولې طالبان باید په رسمیت ونه پیژندل شي.

د افغانستان د تېره جمهوري نظام پر مهال د میدان ښار پخوانۍ ښاروالې ظریفې غفاري هم په یو ویډیويې پیغام کې له دغه کمپاین څخه ننګه کړې او په دوحه کې يې د ملګرو ملتونو سازمان له لوري د بندو دروازو تر شاه د راونې غوڼډې په غبرګون کې ویلي، چې د افغان ښځو له حضور پرته نه یوازې دا ډول ناستې غندي بلکې دا د ډیموکراسۍ پر تابوت وروستی میخ دی.

اغلې غفاري ویلي چې افغان ښځې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون چې پاېله کې يې له افغاني ټولنې د افغان ښځو د حذف لامل شو هم په کلکو ټګو غندي او له نړیوالو څخه غواړي چې د افغان ښځو ترڅنګ ودریږي او په خپلو سیاسونو او استازو دې فشار راوړي تر څو له طالبانو سره تعامل ونکړي.

پدې اړه تاسو ته له کابل څخه بشپړ رپوټ لرو چې پاس سپيکر تڼۍ کليکاږلو سره يې اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now