په پسرلي کې د وښو تبه او ساه لنډۍ څخه څنګه کولی شئ ځان وژغورئ؟

Woman suffering from spring allergy, blowing nose with a tissue in the park

What are the common symptoms of hay fever and asthma? Credit: Milshot/Getty Images

پسرلی تل د نوي ژوند د پیل په مانا دی خو په آسټرالیا کې دا د ګرده افشاني یا د وښو، ونو او ګلانو د ګرد سره د حساسیت موسم هم ګڼل کېږي، ځکه دا هغه موسم دی چې ونې او شنه بوټي خپل ځانګړی ګرد هوا ته لیږدوي.


د اس بي اس پښتو راپورونه او مرکې دلته اورېدلی شئ.

موسمي حساسیت څه دی؟

پسرلی تل د نوي ژوند د پیل په مانا دی خو په آسټرالیا کې دا د ګرده افشاني یا د وښو، ونو او ګلانو د ګرد سره د حساسیت موسم هم ګڼل کېږي، ځکه دا هغه موسم دی چې ونې او شنه بوټي خپل ځانګړی ګرد هوا ته لیږدوي.

له داسې ګرد د خپل ځان او کورنۍ ساتل ښه مدیریت او مهارت ته اړتیا لري.

د جنوبي آسټرالیا له یخ او باراني ژمي وروسته، پسرلی ګرمې ورځې، روښانه آسمانونه او غوړیدلي بوټي راولي خو د دې ترڅنګ ورسره د ګلانو ګرد هم هوا ته پورته کېږي. که مو سترګې خارښ کوي، پوزه مو بهېږي او پرله‌پسې پرنجۍ درځي، دې ته د وښو تبه یا موسمي حساسیت وایي. او که دا ګرد سږو ته ورسېږي، کېدای شي د الرژۍ اړونده سالنډۍ یا (اسما) راوپاروي. په ګډه، دغه حالتونه په آسټرالیا کې تر ټولو عام حساسیت بلل کېږي. او ډېر امکان شته چې تاسې یا مو کوم نږدې خپل پرې اخته شي.

مهرباني وکړئ بشپړ مالومات په راپور کې واورئ.

د اړتیا په وخت کې د مرستې د ترلاسه کولو لپاره مرستندویه سرچینې:

پدې پاډکاسټ کې ورکړل شوې معلومات عمومي دي او ځانګړې طبي مشوره نه بلل کېږي. که د وښو تبې، سالنډۍ (اَسما) یا د الرژۍ د نښو په اړه اندېښنه لرئ، د دقیقو او له خپل وضعیت سره تړلو معلوماتو لپاره له خپل ډاکټر سره مشوره وکړئ. په بیړني حالت کې، سملاسي د درې صفره (000) شمېرې ته زنګ ووهئ.

australiaexplained@sbs.com.au


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now