د حج له مراسمو څخه را ستانه شوي ځینې آسټرالیایان وايي سږکال نږدې ۴۰ زره لګښت پرې راغلی

20141003001040102081-original.jpg

Description: Saudi security personnel stand among Muslim pilgrims gathering on Mount Arafat, near Mecca, to take part in one of the Hajj rituals on October 3, 2014. The pilgrims perform a series of rituals during the annual Hajj. They circumambulate the kaaba seven times, runs back and forth between the hills of Al-Safa and Al-Marwah, drink from the Zamzam Well, goes to the plains of Mount Arafat to stand in vigil, and throws stones in a ritual Stoning of Devil. The pilgrims then shave their heads, perform a ritual of animal sacrifice, and celebrate Eid al-Adha holiday. AFP PHOTO/MOHAMMED AL-SHAIKH

مکې ته د حج کلنۍ زیارت د نړۍ د مسلمانانو لپاره خورا ستر دیني ارزښت لري. د اسټرالیا مسلمانانو، د ۲۰۲۳ کال په حج کې د ګډون امکان د نرخونو د لوړیدو او په خواشینۍ سره د محدود شمیر تخصیص شوي ځایونو له امله ناهيلي شوي.


سږ کال له اسټراليا او لويدځ هيوادونو څخه د ريکارډ په کچه لږو مسلمانانو د حق په مراسمو کې ګډون وکړ.

اسټراليا چې د نږدې ۱ ميليون مسلمانانو کور دی، سږ کال حج مراسمو لپاره يوازې شاوخوا ۶۰۰ ځايونه ځانګړي شوي ول.

ملبورن کې ميشت د حج مراسمو تنظيم کوونکی حاجي شاه ولي پوپل له ۱۹۹۰ کال راهيسې له اسټراليا څخه حاجيان ليږي.

ښاغلي وويل، سږ کال حج مراسم کې ګډون له هر اړخه ستونزمن وه.

د ښاغلي په وينا د سعودي عرب د حج او اوقانو وزارت لخوا د نرخو څو برابره لوړول او بله خوا ځايي تنظيم کوونکو لخوا اضافي فيسونو له امله اسټراليا څخه حاجيانو تر ۴۰ زرو ډالرو څخه ډيرې پيسې ورکړې.

د حج په بیو کې دې زیاتوالی په پرمختللو هیوادونو کې د ډیری مسلمانانو لپاره بې ساري ننګونې رامینځته کړې.

بي ساري لوړ نرخونه

د حج د ترسره کولو لګښت په وروستیو کلونو کې د پام وړ زیاتوالي شاهد دی. د اسټرالیا مسلمانان چې له ډیرې مودې راهیسې د حج د فریضې د ادا کولو هیله لري د یوه حج ترسره کولو لپاره تر ۴۰،۰۰۰ ډالرو پورې تادیه کول په افرادو باندې خورا لوی مالي بار اچولو سره د مسلمانانو پام وړ شمير لپاره د حج مراسمو کې ګډون ناشونی دی.

د حج ځايونو

د مالي فشار زیاتیدو سربيره اسټراليا ته يوازې ۶۰۰ حج ځايونو ورکړه هم يوه لويه ستونزه وه. دا شمير ځايونه يوازې څو ساعتونو کې دننه ډک او سلګونه نور مسلمانان پاتې شول.

د حج په نرخونو کې زیاتوالی او محدود تخصیص د دې سپیڅلي مذهبي فريضي ادا کول اسټراليا په ګډون ګڼو هيوادونو مسلمانان انديښمن کړي.

اسټراليا څخه د سږني کال حج مراسمو ټول اړوند معلومات د حج مراسمو تنظيم کوونکي ښاغلي حاجي شاه ولي پوپل څخه واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now