مهم ټکي
- د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي سیګار تېره اوونۍ په خپل یوه راپور کې وویل چې د افغانستان د ملي امنیت او ملي اردو د ځانګړو عملیاتو قوماندانۍ ځواکونه تقریبا په قطعي توګه له مقاومت جبهې سره یوځاي شوي دي.
- د امریکا پخواني ولسمشر دونالډ ټرامپ د افغانستان په اړه د سپینې ماڼې په اوسنۍ تګلارې د نیوکې تر څنګ وړاندیز کړی چې ښايي امریکا یوځل بیا افغانستان ته ولاړه شي.
- د کلوپ شرکت د یوې سروې پایلي تېره اوونۍ دا وښودله چې حد اوسط ۵۳ سلنه افغانان په دې هڅه کې دي چې له افغانستان څخه ووځي.
- تېره اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د القاعده له لوري یوه تازه ویډیو خپر شوه چې ثابته کړي ددغه ډلې مشر ایمن الظواهري لا ژوندی دی.
- په پښتونخوا کې میشت دیني عالمانو د یوه غوښتنلیک په لاسلیک کولو سره له وسله والو طالبانو غوښتي چې د اسلامي اصولو په رڼا کې د نجونو زده کړې ژر تر ژره پیل کړي.



