د اتحاد هوايي شرکت مسافر وړونکې الوتکې نسکورولو ماسټر پلان جوړوونکې ونيول شو

Ahmed Merhi holds Australian citizenship. Supplied

Ahmed Merhi holds Australian citizenship. Supplied Source: Supplied

تير کال يوې ترهه ګرې ډلې کوم چې غوښتل يې يوه مسافر وړونکې الوتکه په چاوديدونکو توکو نسکوره کړي د اسټراليا پوليسو لخوا ونيول شوه او د هغو ياد پلان شنډ شو.


هغه الوتکه کوم چې د ياد پلان له مخه په نښه کيده هغه د اتحاد هوايي شرکت الوتکه وه او له سيدني ښار څخه يې دوبې ته مسافر وړل.

يادې ترهه ګرۍ ډلې يو شمير تورن غړي په اسټراليا کې ونيول شول ولې د ياد  پلان  تورن ماسټر پلان جوړوونکی  له اسټراليا څخه باهر وه او اسټراليايي پوليسو د هغه نيولو په هڅه کې ول.

اوس د اسټراليا نظامي چارواکو اعلان وکړ چې د ياد شنډ شوي ترهه ګريز بريد پلان ماسټر جوړوونکی يې په عراق کې نيولی.

د ياد شخص يو بل خپل چې د دايش ډلې اورپکی پاتې شوی په اسټراليا کې نيول شوی.

د استخباراتو برخې پوهان وايي چې په اسټراليا کې د مسافر وړونکې الوتکې په بم الوزولو پلان شنډول او هم په تړاو يې د کسانو نيول به لا نور ډير داسې معلومات بربنډ کړي کوم چې په نړۍ کې د ترهه ګريزو بريدو خطر معلومولو لپاره ډيره مرسته کولای شي.

نور په بشپړ رپوټ کې دلته واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now