وسله والو طالبانو په ټولو رسمې ادارو کې د افغانستان د دری رنګه ملي بیرغ پر ځاي د سپین بیرغ د لګولو غوښتنه کړې

Spectators wave Afghanistan's and Taliban flags as they watch a Twenty20 cricket match in Kabul on 4 September 2021.

Spectators wave Afghanistan's and Taliban flags as they watch a Twenty20 cricket match in Kabul on 4 September 2021. Source: Getty Images

د وسله والو طالبانو رهبر ملا هبت الله اخندزاده د دې اوونۍ د شنبې په ورځ داسي اوامر ورکړل چې له دې وروسته هېڅ طالب چارواکي حق نه لري، د افغانستان له درې رنګه بیرغ سره په رسمې او یا هم غیر رسمي مجلسونو کې څرګند شي.


د دې امر پر اساس طالب چارواکو ته سپارښتنه شوې چې په ټولو دولتي بنسټونو او بهرنیو سفارتونو کې سپین بیرغ وځړوي.

همدارز د وسله والو طالبانو د رهبر په یوه بل امر کې د افغانستان د ملي ټلویزیون د ټولنیزو رسنیو له لوګو ګانو څخه هم د ملي بیرغ د رنګونو د پاکولو امر کړی.

د ملاهبت الله د دې اوامرو سره مهاله د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون د ټولنیزو رسنیو لوګوګانې، چې د افغانستان د درې رنګه تور، سور، او زرغون ملي بیرغ رنګونه پکې وو، بدل شوو.

سلګونو افغانانو د وسله والو طالبانو دغه ګام ته غبرګون ښودلی او پر هغه يې نیوکه کړې.

یو شمېر هغوی يې د وسله والو طالبانو دغه دریځ غیر مسوولانه او د افغان ولس د خوښې خلاف عمل بللی.

دوی له اس بی اس راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د افغانستان ملي بیرغ په حقیقت کې کومې ډلې، سمت او یا هم کوم ګوند پورې محدود ندي، بلکي د ټولو افغانانو تاریخي میراث دی او په ټولو يې پالنه او ساتنه لازمې ده. 

نورو معلوماتو لپاره بشپړ رپوټ واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now