د طالبانو لخوا په ټول افغانستان کې د کوکنارو په کرکېلې بندیز ته د افغانانو غبرګون

AFGHAN OPIUM AAP

Source: AAP

طالبانو لخوا د کوکنارو پر کرکيلې بنديز د نړۍ د خبرونو سر ټکي جوړ کړل، ځکه پخوا داسې رپوټونه ورکول کيدل چې طالبان لدې برخې څخه ډيره ګټه ترلاسه کوله.


د راونې اوونۍ د یکشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو حکومت په کورنیو چارو وزارت کې  د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې د دې ډلې د مشر ملا هبت الله اخندزاده هغه فرمان له رسنیو سره شریک شوو، چې په کې راغلي ول د کوکنارو کرکېله په ټول افغانستان کې په مطلق ډول منع ده او هېڅوک دې له دې وروسته په خپلو ځمکو کې ددغه ناوړه بوټې د کرلو هڅه نه کوي.

د طالبانو د مشر په یاد فرمان کې نه یوازې د کوکنارو کر، بلکې افغانستان کې د ټولو نشه يې موادو په کارو بار بندیز لګیدلی دی.

د وسله والو طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې تړاو جوړ شوې ناسته کې له رسنیو سره په خبرو کې د خپل مشر له قوله وویل، که چیري هر څوک له دغه فرمان څخه سرغړونه وکړي د کوکنار کښت يې له منځه وړل کیږي او له سرغړونکو سره به يې د اسلامي شریعت له مخې چلند وشي.

د طالبانو دې ګام پر وړاندې افغانانو غبرګونونه مو تاسو ته راخيستي چې ټول په غږيز رپوټ کې اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now