وسله والو طالبانو د افغانستان په دولتې ادارو کې ښځینه کاروکونکو ته ګواښ کړی، که اسلامي حجاب رعایت نکړی، له دندو به يې ګوښه کړي

Afghan women pass next of Taliban fighter in Kabul, Afghanistan, Sunday, 13 February, 2022.

Afghan women pass next of Taliban fighter in Kabul, Afghanistan, Sunday, 13 February, 2022. Source: AAP

د طالبانو د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت تېره اوونۍ په یو لړ توصیه نامو کې د ملکي خدماتو له نارینه کارکوونکو څخه وغوښتل چې خپل صورت او سیرت د سنتو مطابق برابر کړي او ښځینه هغو ته يې خبرداری ورکړ که اسلامي حجاب مراعات نکړي له دندو به لیري شي.


په دې توصیه نامو کې راغلي چې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف نهی عن المنکر وزارت سرپرست وزیر په لیکلي بڼه له وزارتونو او ادارو غوښتنه کړې چې په دولتي ادارو کې ښځینه کارکوونکي باید حجاب حتمآ مراعات کړي او د حجاب نه مراعتولو په صورت کې باید له خپلو دندو منفک شي.

یو شمېر افغانان په تېره میرمنې د طالبانو د امربالمعروف نهی عن المنکر وزارت یادو سپارښتونو ته په غبرګون کې له اس بی اس راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د طالبانو حکومت دا کار په دې معنی ده چې ښځې دولتي ادارو کې کار کولای شي خو دغه محدودیتونه د ښځو خپلواکي اخلي.

د دوی په وینا چې وسله وال طالبان باید دوی ته دا واضح کړي چې اسلامي حجاب څه ته وايي؟ ځکه تر دې وړاندې هم د دولتي ادارو ښځینه کارکونکو اسلامي حجاب مراعاتوو.

په دې توصیه نامو کې همدراز راغلي د نارینه مامورینو کار ځایونه باید جلا وي، کم عمره او بې ریږې کسان په دولتې ادارو کې استخدامول په جدي توګه بند کړئ.

همدارز د دولتي مامورینو صورت او سیرت د شریعت مطابق وي او په وزارتونو او ریاستونو کې دولتي کارکونکي لمونځ باید په جماعت ادا کړي.

خو د دولتي ادارتو یو شمېر کارکوونکي بیا راسره په خبرو کې د طالبانو د امر بالمعروف نهی عن المنکر وزارت دې سپارښتنو ته په ځواب کې وویل، چې معیار نه باید ږیره او یا هم عمر وي، معیار باید د یو ځوان د زده کړو کچه وي.

يادې موضوع په اړه بشپړ رپوټ واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now