د وسله والو طالبانو د لوړو وزارت د یکشنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ چې د افغانستان په ګرمو ولایتونو کې به دولتي پوهتونونه د راونې سلواغې میاشتي په ۱۳ مه د چهارشنبې په ورځ پرانیستل شي.
د طالبانو دلوړو زده کړو وزارت وزیر مولوي عبدالباقي حقاني په یوه ویډیوي پیغام کې ویلي دي چې همدغه راز په سړو ولایتونو او سیمو کې به پوهنتونونه د راتلونکې کب میاشتې په اوومه نیټه پرانستل کیږي.
ښاغلي حقاني ویلي دي چې په پوهنتونونو کې به د کال وروستي سمستر ازموینې د کب په اوومه نیټه پیل او د همدغې میاشتې ترپایه پورې راونې وي، خو تر دغو ازموینو مخکې به درې اوونۍ درسونه ویل کیږي.
خو ښاغلي حقاني په خپل دې ویډیويي پیغام کې و نه ویل چې ایا انجونې او ښځې به هم خپلې لوړې زده کړې راونې وساتۍ که نه ځکه تر دې وړاندې نوموړې ویلي ول چې په پوهنتونونو کې د نجونو او هلکانو ټولګې سره جلا کوي.
افغانستان کې له تېرو څو میاشتو راهیسې کابو ټول دولتي پوهنتونونه تړل شوي دي او داسې اندیښنې راټوکیدلې وې چې ښايې د محصلینو درسي کال ضایع شي.
خو اوس د لوړو زده کړو وزارت دغه اقدام په افغانستان کې د هغو محصلینو مړوي هیلې یو ځل بیا را ژوندي کړي چې له تېرو شپږو مېاشتو راپدیخوا يې پر وړاندي د پوهنتونونو دروازي تړلي شوي وي.
تاسو ته يادې موضوع په اړه بشپړ رپوټ لرو او د محصلينو غږونه مو هم راخيستي چې دا ټول پدې تيار شوي رپوټ کې اوريدلی شئ





