د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت: پاکستان ته د افغانستان صادرات تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي

Lorries parked in Torkham.

Lorries parked in Torkham. Source: SBS / Islam Gul Afridi, SBS Pashto

په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام پرمهال هم اقتصادي ستونزې موجودې وي او له افغانستان سره پراخې بهرنۍ مالي مرستې کیدې خو د طالبانو په بیا راتګ سره ګڼ شمیر موسسات او شرکتونه له افغانستان څخه ووتل چې له کبله یې په افغانستان کې اقتصادي ستونزې هم رامنځته شوي دي.


د طالبانو د حکومت نه مشروعیت او د افغانستان د بانکي نظام نازک حالت د دې سبب لامل شوې چې له بهرنۍ نړۍ سره د افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه کم رنګه شي.

خو په دې موده کې بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړیګې غوړیدلې او د پخوا په پرتله پکې د پام وړ زیاتوالي راغلي.

د معلوماتو له مخې اوس وخت پاکستان هېواد ته صادرات او له هغه هېواده واردات له مختلفو بندرونو راون دي چې له مخې يې پاکستان ته د افغانستان صادرات تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبد السلام جواد اس بي اس راډیو ته وویل، چې د راون کال لسو میاشتو په اوږدو کې له افغانستان څخه پاکستان ته د کابو یو ملیارد ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي او په همدې موده کې له پاکستان افغانستان ته د ۹۴۴ میلیون ډالرو په ارزښت توکي وارد شوي دي.

نوموړي وویل، له افغانستان په دغه موده کې پاکستان ته د ډبرو سکاره، مالوچ، جلغوزې، ترکاري او میوې صادر کړي او همدې موده کې افغانستان بیا له پاکستان څخه خوراکي توکي، درمل، او سمنټ وارد کړي دي.

پاکستان ته صاردات او واردات مو له مختلفو بندرونو راون دي د راون کال لسو میاشتو په اوږدو کې زمونږ صادرات پاکستان ته زیات ول پاکستان ته مو ټولیز صادرات یو میلیارد ډالرو پورې ول همدارنګه له پاکستان مو واردات په تېرو لسو میاشتو کې ۹۴۰ ملیونه ډالرو دي چې دا د صادراتو د کچې لوړېدو ښکارندوي کوي، پاکستان ته مو صادراتي توکو کې جلغوزې، د ډبرو سکاره، پنبه، رومي بانجان او پیاز شامل دي له پاکستان مو په وارداتي توکو کې بیا وریجې، سمنت، درمل ، کچالو او ځینې نور توکي دي مونږ هېله لرو چې په راون کال کې پاکستان ته د صارداتو کچه نور هم لوړه شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري د ځمکې له لارې او د تورخم، سپین بولدک ـ چمن، غلام خان، او خرلاڅي له لارو کیږي.

د دغو هېوادونو ترمنځ د دغو لارو په شتون کې د هوایي دهليز اړتیا نشته او په ډیری مواردو کې په قاچاقي توګه هم ګڼ شمیر توکي افغانستان او یا پاکستان ته انتقالیږي.

په تازه اقدام کې د پاکستان مرکزي حکومت له پاکستان څخه افغانستان او ددغه هېواد له لارې منځنۍ اسیا هېوادونو ته د صادراتو د انتقال لپاره د انګور اډې لار هم په صادراتي لاره بدله کړه.

نور په بشپړ رپوټ کې واورئ.

———————————————————————————

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړی اتوګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now