پاکستان کې د افغان زده کوونکو ستونزې له پخوا ډيرې وې ولې افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ او هم پاکستان کې د کرونا وبا رامينځته کيدو وروسته ډير افغان زده کوونکو زده کړو ته شا کړې او شاقه کارونو ته يې مخه کړې.
ډاکټر نور چې له لسيزو راپديخوا يې افغان زده کوونکو سره له نږدې کار کړی وايي، د نړيوالو مرستندويو ادارو مرستې دوران کې ډير افغان کډوال زده کوونکي په زده کړو بوخت ول ولې د طالبانو واکمنۍ او هم د کرونا وبا وروسته د افغان زده کوونکو ښوونيز نظام اغيزمن کړی او ډيرو زده کوونکو زده کړو ته شا کړې.
ډير افغان زده کوونکو اقتصادي ستونزو له امله زده کړو ته شا کړې او کارونو ته يې مخه کړې.
د ډيرو زده کوونکو زده کړې ته شا کولو وجه د فيسونو توان نه درلودل په ګوته شوي.
رياض د پيښور بورډ بازار کې د کتابونو پلورنځی لري چې ښوونځيو ته يې له پخوا کتابونه عرضه کول ولې اوس وايي، کتابونو پلورنې ته څوک نه راځي نو ځکه يې خپل دکان تړلی.
دا او نورې څرګندونې پدې تيار شوي رپوټ کې واورئ.





