د ملګرو ملتونو معلوماتو له مخه په افغانستان کې دا مهال د فقر کچه ډيره لوړه ده او له ۲۸ ميليونو څخه ډير افغانان بيړنيو مرستو ته اړتيا لري.
افغانستان سره د نړيوالې ټولنې ترڅنګ بهر ميشته افغان ټولنې او خيريه موسسې هم مرستې کوي.
په اسټراليا کې د هديه بنسټ Hadia Foundation چې ټولې مرستې افغانستان کې له افغانانو سره کوي له نورو موسسو جلا برخو باندې فوکس کوي.

ماهر مومند د هديه بڼسټ موسسې مشر دی او له اس بي اس پښتو سره په خبرو کې وويل، " هديه بڼسټ لسګونه زرو ماشومانو باندې کتابونه ويشلي ترڅو په لدې لارې په افغانستان کې د کتاب لوست دود ډير کړي.
هديه بڼسټ په لسو ولايتونو کې ۸ څخه تر ۱۶ کلونو انجونو او هلکانو باندې له سل زرو ډير کتابونه ويشلي او د هغې ترڅنګ يې ماشومانو ته ښې ودې لپاره ويټامينونه هم ورکړي.

يادې موسسې د زده کړې پروګرامونو ترڅنګ له ۴۰۰ کسانو سره د سترګو پردې لرې کولو يا بينا کولو عملياتو په برخه کې هم مرسته کړې.
د ښاغلي مومند په وينا له افغانستان څخه وتلو سره بايد شاته پاتې افغانان هير نشي او افغانان له خپل توان سره سم مرسته وکړي.
افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ سره سم زرګونو کوچنيو او لويو موسسو خپل فعاليتونه بند کړي، ولې افغانان له هر وخت ډير دا مهال د ژوند ټولو برخو کې مرستو ته اړتيا لري.
د هديه بڼسټ Hadia Foundation موسسې مشر ښاغلي ماهر مومند بشپړه مرکه دلته واورئ.



