جنسي ځورونه په نړۍ کې یو له خورا دردناکو او پټو ټولنیزو ستونزو څخه ده چې انسانان، په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان ورسره مخ دي. جنسي ځورونه چې د تاوتریخوالي یو ډول دی، په یو ځانګړي کلتور یا مذهب پورې محدود نه دی؛ دا په ټولو انساني ټولنو کې شتون لري.
سره له دې چې په نړیواله کچه پراخې هڅې شوي دي، قوانین تصویب شوي، د پوهاوي پروګرامونه پلي شوي او د بشري حقونو بنسټونه فعال دي، خو تر اوسه د جنسي ځورونې په کچه کې د پام وړ بدلون نه دی رامنځته شوی.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) او د ملګرو ملتونو د همکارو ادارو د ګډ راپور له مخې، د ښځو په وړاندې جنسي ځورونه چې د جنسي تاوتریخوالي په نوم هم پیژندل کیږي، په تیرو شلو کلونو کې په هماغه کچه پاتې شوې ده. راپور ښیې چې په نړیواله کچه، نږدې په هرو دریو میرمنو کې یوې یې په خپل ژوند کې فزیکي یا جنسي تاوتریخوالی تجربه کړی دی چې شاوخوا ۸۴۰ میلیونه ښځې کېږي.
یوازې په تیر کال کې، ۳۱۶ میلیونه ښځو د خپل ژوند د ملګري یا میړه لخوا فزیکي یا جنسي تاوتریخوالی تجربه کړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان دا هم اټکل کوي چې له ۱۵ کلونو لوی عمر لرونکو ۲۶۳ میلیونه میرمنو د خپل ژوند له ملګري پرته د نورو کسانو لخوا جنسي تاوتریخوالی تجربه کړی دی.
دا راپور خبرداری ورکوي چې د مخنیوي پروګرامونو لپاره د بودجې کمښت، جګړو، فقر، جبري کډوالۍ او اقلیمي بدلونونو د ښځو او نجونو زیانمتیا نوره هم زیاته کړې ده.
په اسټرالیا کې، جنسي ځورونه د کورني تاوتریخوالي یو له خورا جدي ډولونو څخه ده چې د ټولنې یوه مهمه برخه اغیزمنوي، په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان.
رسمي ارقام ښیي چې دا پدیده نه یوازې شتون لري، بلکې په وروستیو کلونو کې مخ په زیاتیدو ده چې پراخه ټولنیزې او قانوني اندیښنې راپورته کوي.
لا ډېر ولولئ

کورنی تاوتریخوالی د اسلام له نظره څرنګه عمل دی؟
د اسټرالیا د احصایې ادارې د شخصي خوندیتوب سروې له مخې، شاوخوا ۲.۸ میلیونه یا ۱۴ سلنه داسې اسټرالیایانو د جنسي تاوتریخوالی یو ډول تجربه کړی چې له ۱۸ کلونو لوی عمر لري. پدې کې جنسي تیری، د جنسي تیري هڅه او نور ناغوښتل شوي جنسي عملونه شامل دي.
د آسټرالیا د روغتیا او هوساینې انسټیټیوټ (AIHW) ارقام دا هم ښیې چې شاوخوا ۱.۱ میلیونه میرمنې د خپل ژوند د ملګري لخوا له جنسي تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.
دا ارقام ښیي چې جنسي تیري ډیری وختونه په نږدې کورنۍ اړیکو کې پیښیږي، چیرې چې قرباني د امنیت او خوندیتوب تمه لري.
په ۲۰۲۴ کې، په ټوله آسټرالیا کې د پولیسو لخوا د جنسي تیري ۴۰،۰۸۷ پېښې ثبت شوي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې تر ټولو لوړ شمېر دی او ښیې چې په آسټرالیا کې جنسي تیری کم شوی نه دی، بلکې مخ په زیاتیدو دی.

رواني مشاوره او روزونکې - نوریه محرابي
اغلې محرابي له تېرو څه باندې ۳۰ کلونو راهیسې په همدې ادارې کې کار کوي چې اصلي دنده یې د مهاجرینو او پناه غوښتونکو ملاتړ کول دي.
هغه وايي چې د جنسي ځورونې سرچینه د واکغوښتونکي ذهنیت او د جنسیتي نابرابرۍ په چوکاټ کې موندل کېدای شي.
"یو مهم دلیل دا دی چې [سړی] د دې لپاره چې واک ولري او مقابل لوری منزوي کړي، له زورزیاتي کار اخلي."
د اسټرالیا په قوانینو کې جنسي ځورونه څنګه تعریف شوې ده؟
د اسټرالیا د احصایې اداره د جنسي تیري او ځورونې لپاره یو واضح تعریف لري. د دې تعریف له مخې، هر ډول جنسي فعالیت چې له رضایت پرته، د زور، ګواښ، ډار یا جبر په کارولو سره ترسره کیږي، جنسي تیري یا ځورونه ګڼل کیږي.
په سېډني کې مېشت افغان وکیل ډاکټر نذیر داور د جنسي ځورونې په اړه وايي:
"جنسي ځورونه هر هغه ډول عمل، چلند یا بدني تماس ته ویل کېږي چې نامناسب، فزیکي، یا جنسي بڼه ولري؛ لکه نامناسب جنسي حرکات، نامناسبې خبرې یا وینا، او نامناسب جنسي چلند، چې مقابل لوری پرې رضایت ونه لري. دا ډول کړنې د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې یا جنسي آزار او اذیت په توګه ګڼل کېږي."
"جنسي تاوتریخوالی هغه جنسي عمل دی چې د زور، تشدد او د مقابل لوري له رضایت پرته ترسره شي."

په سېډني کې مېشت افغان وکیل ډاکټر نذیر داور
په ځینو کورنیو کې، په ځانګړې توګه د مهاجرینو او کډوالو ټولنو کې دا د "میړه حق" یا "شخصي مسئله" ګڼل کیږي، په داسې حال کې چې د اسټرالیا په قانون کې د واده شویو کسانو ترمنځ جبري جنسي اړیکه یو جدي جرم دی.
زینب سخا د کوینزلینډ په کیوپاسټ ( QPASTT) ادارې کې د ټولنیزو صدماتو د بیا رغونې متخصصه ده.
دا سازمان په ۱۹۹۵ کال کې د داسې یو مسلکي او ټولنیز ادارې په توګه تأسیس شو چې موخه یې د شکنجې او صدماتو څخه د ژوندي پاتې شویو کسانو بیارغونه وه.
اغلې سخا د کډوالو او مهاجرو ټولنو، په ځانګړې توګه د افغانانو په ټولنه کې د دې پدیدې شتون ته په اشارې سره وايي چې واده په دې معنی نه دی چې یوې ښځې خپل واک او اختیار سړي ته ورکړی دی.
د استرالیا د قوانینو له مخې، حتی د واده په چوکاټ کې هم هر ډول جنسي اړیکه باید د دواړو لورو په ازاد رضایت او ارامتیا سره ترسره شي.
که چېرې تاسو او یا داسې کس چې تاسو یې پېژنۍ ، جنسي ځورونې سره مخ وي نو د 1800RESPECT ادارې ته په ۷۳۲ ۷۳۷ ۱۸۰۰ شمېره زنګ ووهئ یا له 1800respect.org.au څخه لیدنه وکړئ
په بېړني حالت کې درې صفر (۰۰۰) شمېرې ته زنګ ووهئ.
هغه لوستونکي چې د رواني روغتیا په برخه کې د ملاتړ په لټه کې دي کولی شي له بیانډ بلو سره په ۱۳۰۰ ۲۲ ۴۶ ۳۶ شمېره اړیکه ونیسي. د لا ډېرو معلوماتو لپاره له beyondblue.org.au څخه لیدنه وکړئ.
نور بنسټونه هم شته چې تاسو کولی شئ د خپلو محلي ټولنیزو مرکزونو له لارې ورته لاسرسی ومومئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.






